د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا په افغانستان کې اضافي پوځي سامان پاکستان ته سپاري


د پاکستان د انګريزي ژبې ډان ورځپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي، د پاکستان د دفاع مرکزي سېکرټري آصف ياسين ملک ويلي چې پاکستان به د روان کال په آخر کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د دوی پاتې پوځي سامان تر لاسه کړي.

د پاکستان د انګريزي ژبې ډان ورځپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي، د پاکستان د دفاع مرکزي سېکرټري آصف ياسين ملک ويلي چې پاکستان به د روان کال په آخر کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د دوی پاتې پوځي سامان تر لاسه کړي. ملک زياته کړې چې ايتلافي ځواکونو افغانستان ته د سامان ورکولو خبره نه ده کړې نو دغه پوځي سامان به پاکستان تر لاسه کوي.


نوموړي د دوشنبې په ورځ زياته کړه چې د سامان تر ليدو وروسته به پاکستان پرېکړه کوي چې دوی کوم ډول پوځي سامانونه غواړي. بلخوا د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د امريکا له سفارت څخه په خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې له امريکا څخه پاتې کېدونکی اضافي پوځي سامان به د نړيوال اضافي دفاعي سامان تر پروګرام لاندې راولي چې دا سامان د افغانستان او پاکستان په ګډون د ټولو حقداره هيوادونو لپاره پرانستی دی.

دا سامان به له امريکايي ځواکونو سره يو ځای بېرته امريکا ته نه انتقاليږي. سفارت پرمخ ويلي، امريکا د دفاعي همکارۍ د بېلا بيلو پروګرامونو له لارې د اشتراک زياتولو په موخه د پاکستان مرسته کوي او پاکستان هم د يو شمېر اضافي پوځي سامان خواست کړی دی. بيان زياتوي، امريکا د پاکستان پر خواست غور کوي او که چيرې ومنل شي نو اضافي پوځي سامان به له افغانستانه وايستل شي.

تر دې وړاندې د امريکا په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (اېساف) لخوا ويل شوي و چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه پاکستان ته د ماين ضد ګاډو په ګډون د اضافي پوځي سامان ورکولو نه خو اراده لري او نه به يې ورکړي.

د اېساف کومندان جنرل جوزف ډنفورډ ويلی و چې دوی افغان ولس ته ژمن دي او افغان ملي ځواکونه ثابت قدمه دي.

د اضافي پوځي سامان په اړه راپورونه هغه وخت د رسنيو په سرټکو کې راغلل چې جنرل ډنفورډ د امريکايي سېنېټ د دفاعي خدماتو کمېټۍ ته په خپل بيان کې وويل چې امريکا په پلان کې لري د ماين ضد ۱۲۰۰ ګاډي پاکستان، افغانستان او خپل ايتلافيانو ته ورکړي.

دا وخت په افغانستان کې دا ډول ۱۶۰۰ ګاډي دي. ډنفورډ کمېټۍ ته زياته کړه چې دوی پر يو داسي پروسه کار وي چې له مخې يې داسي ايتلافيانو ته دغه ګاډي ورکړي چې هغه يې استعمال کړای شي. امريکا به دغه سامان خپلو ايتلافيانو ته بې له څه ډول بيعې ورکوي.
XS
SM
MD
LG