د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېر ژر به د پاکستان حکومت او طالبانو ترمنځ د قیدیانو تبادله وشي


د پاکستانيو طالبانو او حکومت تر مينځ په دغه هيواد کې د امن راوستو په موخه د خبرو اترو بهير دوام لري. دواړو د خبرو بهیر پر مخ بیولو په موخه یو میاشتنۍ اوربند اعلان کړی وو چې نن د ګل ورځ یې وروستۍ نېټه ده.

د پاکستانيو طالبانو او حکومت تر مينځ په دغه هيواد کې د امن راوستو په موخه د خبرو اترو بهير دوام لري. دواړو د خبرو بهیر پر مخ بیولو په موخه یو میاشتنۍ اوربند اعلان کړی وو چې نن د ګل ورځ یې وروستۍ نېټه ده.


که څه هم د دغه اور بند پر مهال د ملک په بېلا بېلو برخو کې د چاودنو او بريدونو پړه نیغ په نيغه طالبانو نه ده اخیستې، خو حکومت بیا له طالبانو غوښتنه کوي چې که بریدونه دوی نه کوي نو له منلو دې نه یوازې انکار وکړي بلکې غندنه دې هم وکړي.

ددغه اور بند مودې له ختميدو يوه ورځ مخکې په پېښور کې د اتوار(یکشنبې ورځ ) دوې چاودنې وشوې. او په شمالي وزير ستان کې د پاکستانیو عسکرو د يو کاروان مخې ته چاودنه وشوه.

پو ښتنه دا ده چې د اوربند مودې د پای ته رسېدو اوس څه حيثیت دئ. له طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومتي پلاوي غړي روستم شاه مومند یې په اړه وايي.

"موږ هيله لرو چې دغه اور بند به هم داسې دوام لري. ځکه چې نه خو طالبانو په رسمي توګه د اوربند غځولو او یا هم ختمولو اعلان کړی دی. تر څو چې مو له طالبانو سره بله لیدنه نه وي کړې تر هغو زما قوي امېد دا دی چې اوربند به دوام لري."

د طالبانو لخوا د ټاکل شوي پلاوي غړي پروفېسر ابراهيم هیله وښوده چې په دوو درو ورځو کې به اوربند وغځول شي.

که څه هم له طالبانو سره د روغې جوړې خبرې دوام لري نو بیا ولې له اوربند سره سره په پېښور او شمالي وزير ستان کې د ناامنۍ پيښې رامنځ ته شولې. په دې اړه پروفېسر ابراهيم وايي،

"د خبرو اترو په نتيجه کې تر ډېره حده امن راغلی دی. داسې پېښې او نښتې به مخکې هم وې او وروستو به هم وي ځکه چې دا د ژوند برخه ده خو موږ ته طالبانو ډاډا راکړی چې له کله هغوی اوربند اعلان کړی دی له هغه پس یې يو ډز هم نه دی کړی"

پروفېسر ابرهيم دا هم وویل چې په څو ورځو کی به له دواړو لوریو د جنګي او غير جنګي قيدیانو د خوشې کولو لړۍ هم پیل شي.
XS
SM
MD
LG