د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د اقتصادي پرمختګ د ارزونې سیمینار وشو


په جلال اباد کې د اقتصادي پرمختګ د ارزونې سیمینار
په جلال اباد کې د اقتصادي پرمختګ د ارزونې سیمینار

د اقتصادي پرمختګ او له هغې نه د راپور ورکولو دغه يو ورځنی سيمينار د اتوار په ورځ د جلال اباد ښاروالۍ د غونډو په تالار کې تر سره شو چې پر دولتي سکتوري ادارو سربيره ورته د يو شمير غير دولتي موسسو استازي هم وربلل شوي وو.

د ننګرهار د اقتصاد رئیس انجينر سميع الله نصرت په خپلو خبرو کې وويل چې په ۱۳۹۲ لمريز کال کې يې يو شمير اقتصادي لاسته راوړنې لرلي دي. نوموړي وويل:

(( موږ اته سکتوره لرو چې په دې کې زراعت، معارف دی، صحت دی او صنعت اجتماعي دي چې په دې کې موږ عمده لاسته راوړنې لرو، تاسو شاهد یاست چې په زراعت کې موږ قوي پروژې لرو، په معارف کې موږ قوي پروژې لرو، تعميرونه جوړ شوي دي، همدا رنګه اجتماعي پروژې لرو چې د خلکو د سهولت او د ژوند د ضرورتونو لپاره په کې کار شوی دی. په تير کال کې موږ د قوي پروژو د تطبیق شاهدان يو. د اقتصادي پرمختګ په لار کې چې کوم خنډونه دي، هغه امنيتي ستونزې دي چې نه شو کولای په ليرو پرتو سيمو کې څنګه چې لازم دي، هغه شان پروژې تطبیق شي. همدا رنګه ځيني سياسي مشکلات هم شته.))

د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين خوښي څرګنده کړه چې د سکتوري ادارو د کارونو ارزونه د يوه سيمينار په ترڅ کې تر سره کيږي. نوموړي وويل:

(( زه له تاسو منندوی يم چې تاسو نن يو علمي بحث لرئ او تاسو نن هاغه راپورونه وړاندې کوئ چې هغه ستاسو د کار ارزونه ده. دا د نورو لپاره تبليغ دی، دعوت دی، دا چې د چا په کار کې څومره خلاوي دي، کوم مشکلات چې لرئ، هغه د دې کنفرانس په اوږدو کې جبيره کړئ، او په راتکونکي کې د هغې لپاره تدابير ونيسئ.))

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهاند محمد بشير دودیال په خپلو خبرو کې وويل چې په دولتي او غير دولتي ادارو د خلکو بې باوري د دې لامل شوې چې د اقتصادي پراختيا مخه ډب کړي نوموړي وايي:

(( متاسفانه يو لوی لامل دا دی چې موږه تر اوسه پورې په دې دغومره کلونو کې هغه کوم امکانات چې موږ درلودل، له هغې نه موږ کافي استفاده ونه شوه کړای. او علت يې ټيټ ظرفيتونه او بې کفايتي وه، خلکو د سوکالۍ او آرامۍ احساس ونه کړ، کله چې سوکالي او ارامي نه وه، دا پخپله د دې باعث شوه چې خلک فاصله ونيسي له حکومت نه، له اداراتو نه، او دوی ناراضه اوسي، د خلکو نارضایتي، تر ټولو نه هغه بد عامل دی چې حکومت، دولت او ادارات ونه شي کولای چې خپلې پالیسۍ او پرواګرمونه تطبیق کړي.))

د ننګرهار د اقتصاد رياست چارواکي هم دا مني چې د اقتصادي پروژو د پلي کيدو پر مهال ځينو موسسو له درغليو څخه کار اخيستی خو په وينا يې په نيږدې راتلونکي کې به اته غير دولتي موسسې منحل اعلان کړی شي.
XS
SM
MD
LG