د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیري او کرزي په ټیليفون خبرې کړي


فایل فوټو
فایل فوټو


د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان ولسمشر په ټليفوني تماس کې د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

د افغانستان د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې جان کیري حامد کرزي ته ډاډ ورکړی، چې د پاکستان له وزیراعظم سره به د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړي.

افغان حکومت فکر کوي چې طالبان د سولې له عالي شورا سره د سولې خبرو ته چمتو دي، خو په دې برخه کې ځينې خنډونه شته چې په کار ده پاکستان يې په اړه همکاري وکړي.

په اعلاميه کې ویل شوي چې د سولې په وړاندې په سيمه کې د امريکا متحد هېوادونه خنډونه جوړوي. افغان ولسمشر ويلي چې د افغانستان سوله د امريکا او پاکستان په لاس کې ده.

XS
SM
MD
LG