د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: تير کال د وړم کال پر تله د ښځو وضعيت ښه شوی دی


د افغانستان په ختيځ کې د بشر د حقونو خپلواک کميسيون چارواکي وايي ، سره له دې چې په ليرو پرتو سيمو کې لا هم د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی يا خشونت موجود دی، خو بیا هم د ۱۳۹۱ لمزیز کال پر تله په ۱۳۹۲يم کال کې په ختيځه سيمه کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې کموالي راغلی دی.

د افغانستان په ختيځ کې د بشر د حقونو خپلواک کميسيون چارواکي وايي ، سره له دې چې په ليرو پرتو سيمو کې لا هم د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی يا خشونت موجود دی، خو بیا هم د ۱۳۹۱ لمزیز کال پر تله په ۱۳۹۲يم کال کې په ختيځه سيمه کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په کچه کې کموالي راغلی دی.


د افغانستان په ختيځ کې د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون مشرې صابرينې حميدي مشال راډيو سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې د تير کال په نسبت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په پيښو کې د پام وړکمی راغلی دی. نوموړې وايي:

« د دريمې روبې تر پايه پورې چې موږ دا ارقام دقيق جمبندي کړي تقريباٌ ۱۷۵ قضيې هغه قضايا دي چې قربانيانو يې بې الفعل مراجعه کړې ده، جسمي په دې جسمي تاوتريخوالي هغه موارد دي چې د تاوتريخوالي جګ ارقام تشکيلوي، د هغې پسې د رواني تاوتريخوالي موارد دي، په دريمه برخه کې هغه موارد دي د تاوتريخوالي چې د مدني حقونو د نقض (سرغړونې) يې منشه اخيستله. څلورمه برخه کې د اقتصادي تاوتريخوالي موارد دي، لکه د ميراث نه ورکول، د مهر نه ورکول او پينځمه برخه کې موږه د جنسي تاوتريخوالي هم بعضې موارد لرو چې د جنسي ځورونې نه شروع وه، تر جنسي تيري پورې مسايل هم په کې شامل دي. تير کال (۱۳۹۱) د حوت د مياشتې تر پای پورې تر دوه سوه هم جګ وو.»

دا چې له ښځو سره د تاوتريخوالي په کومو برخو کې کمی راغلی دی، صابرينه حميدي يې وايي:

« د تاوتريخوالو پيښو ته موږ هميش د دوه بعدونو نه ګورو، يو ثبت د تاوتريخوالي دی، بل اعمال د تاوتريخوالي دی.د تاوتريځوالي د اٍعمال په رابطه بايد ووايو چې په ډيری مواردو کې د ماشومتوب د پړاو ودونه، په بدو کې ورکول، يا د جګ ولور اخيستنه، په دې کې کموالي راغلی دی. او د ثبت په باره کې بايد ووايم چې د خويندو د ثبت مراجعه ارګانونو ته په دې باندې زياته شوې چې يو خويندو اګاهي پيدا کړې او بل ادراتو په چوکاټ کې داسې واحدونه جوړ شوي چې هغوی د ښځو د حقونو د اعادې لپاره کار کوي او د ښځو سره د تاوتريخوالو واقعې له بر رسۍ لاندې نيسي.»

صابرينه حميدي که له يوه پلوه د ښځو د تيرو کلونو د لاسته راوړنو يادونه کوي، له بله پلوه د هغه راپور په يادولو سره د افسوس څرګندونه کوي چې تير کال يونما خپور کړ چې د ډيرو پيښو قربانيان ښځې او ماشومان وو، نوموړي وايي:

« په تيره لسيزه کې د ښځو د حقونو د تحفظ لپاره ډير اقدامات شوي، د اقتصادي پرمختګ لپاره، د سياسي پرمختګ لپاره، دتعليم د اخذ د اعادې لپاره، د صحت د اخذ د اعادې لپاره، سره له دې هم زموږ په ليرو پرتو سيمو کې زموږ خويندې څنګه چې لازمه ده، خپلو اساسي حقونو ته لاسرسی نه لري. تير کال چې په ختيځه حوزه کې د ملکي افرادو د تلفاتو کوم راپور چې يونما هم خپور کړو او هم د بشر د حقونو خپلواک کميسيون په دې هکله څېړنې لري، جګه سلنه په هغې کې د ښځو او ماشومانو وه چې دا خپله موږ ته او هغه کسان چې د بشر د حقونو د تحفظ لپاره کار کوي، د تشويش او انګيرنې وړ ده.»

د بشر د حقونو يو شمير پوهان هم په دې نظر دي چې په دولتي او غير دولتي کچه د ښځو د حقونو لپاره چې څومره کار هم شوی، د ولایتونو د مرکزونو پورې محدود پاتی شوی، لا هم په هغو ولسواليو کې چې د ولايت له مرکزڅخه ليرې پرتې دي، ښځې په کې له ډول ډول تاوتريخوالي سره مخ دی.
XS
SM
MD
LG