د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې دوو ځانمرګو بریدګرو اووه تنه ووژل ۱۴ ژوبل


په کونړ ولايت کې د دوه ځانمرګو بریدګرو په ګډون اوه تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپيان شوي دي.

نن د سېشنبې پر ورځ غرمه شاه وخوا يولس بجې د کونړ په مرکز اسد اباد کې دوه تنه ځانمرګي بريدګر په کابل بانک ورننوتل او تر دوه ساعتو نښتې وروسته يې پينځه تنه په ډزو ووژل او څوارلس تنه يې ټپيان کړل.


د کونړ والي شجاع الملک جلاله خبريالانو ته وويل چې دوه تنه بريدګر، درې تنه پوليس، يو تن ولسي وګړی او يو تن د بانک ساتونکی په دغه نښه کې وژل شوي او څوارلس تنه په کې ټپيان شوي دي. په ټپيانو کې زيات د ملي اردو هغه سربازان شامل دي چې په خپلو معاشونو پسې بانک ته راغلي ول.

جلاله زياتوي چې په ټپيانو کې شپږ تنه په روغتون کې بستر شوي او اته تنه چې ټپونه يې ژور نه و رخصت کړل شوی دی.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پيښې پړه په غاړه اخيستي او دا يې منلې ده چې په پيښه کې يې دوه تنه وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG