د لاسرسي ځای

تازه خبر

نا امني به پر افغان انتخاباتي کیمپېن او ټاکنو څه اغېز ولري؟


په افغانستان کې د راتلونکې میاشتې پر پینځمه د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو انتخاباتو لپاره کیمپېن روان دی.

په افغانستان کې د راتلونکې میاشتې پر پینځمه د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو انتخاباتو لپاره کیمپېن روان دی.


خو هلته په تېرو ورځو کې فاریاب او ننګرهار ولایت کې د وسله والو په بریدونو کې ګڼ ولسي وګړي او پولیس وژل شوي او ژوبل دي.

پوښتنه دا ده چې دا ډول پېښې د انتخاباتو پر کېمپېن او پر راتلونکو انتخاباتو څه ډول اغېز لرلای شي؟

په کابل کې د سیاسي چارو پوه خوشال خلیل وايي، د ناامنۍ پېښې له تېرو څه د پاسه ۱۰ کلونو راهیسې روانې دي او د ده په اند، دا به د انتخاباتو پر کیمپېن او بهیر زیات اغېز ځکه ونه لري چې خلک غواړي بدلون راشي:

((دا باید له یاده ونه باسو چې د افغانستان خلک دغه له تېرو لسو کلونو یا اووه یا اته کلونو راهیسې مسلسل تر دغه رنګ حملو لاندې راغلي دي. خو بهر حال، له دې سره دا هم، دغه انتخابات چې کوم دي، دې ته ځینې خلک یا دغه کاندیدان، دا طرحې چې وړاندې کوي، پروګرامونه وړاندې کوي، نو د دغه حالت د بدلون لپاره یا د دغه جنګ د بس کولو لپاره، د ثبات راوستو لپاره دوی برنامه لري؛ خلک تشویقوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي. لکه په همدې تېر وخت کې په فاریاب کې برید وشو، خو په سبا باندې د ډاکتر اشرف غني غونډه وه په کندوز کې – کندوز ډېر نا امنه یادېږي – خو هلته په لکونو خلک راوتلي ول. دغه شان په ننګرهار کې هم خلک له دې وضعیته تنګ دي، نو ممکن که کوم کاندید لاړ شي نو شاید د هغه پلویان په زرګونه [شمېر] کې ورشي.))

خو په کابل کې د سیاسي چارو یو بل شنونکی یونس فکور وايي، د نا امنۍ پېښې به هرو مرو پر انتخاباتي کیمپېن او انتخاباتو اغېز ولري.

فکور وايي، د نا امنۍ د دې ډول پېښو تر شا سیمه ییز استخبارات دي چې غواړي پر امنیتي سرتېرو او د هغوی پر مراکزو او د کاندیدانو پر دفترونو او د کیمپېن پر مرکزونو حملې وشي.

د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم د نا امنۍ پېښو له کبله اندېښنې ښودلې دي او دا یې ویلي دي چې که امنیت خراب وي نو ښايي د انتخاباتو روڼوالی اغېزمن شي.

خو خوشال خلیل، د انتخاباتو کمېسیون په اړه وايي چې باید له خپلې ذمه وارۍ لاس په سر نه شي:

((دا خبره، د هغو سیمو په اړه چې پکې [نا امني ده] یو څه منطق لري. خو دومره هم نه ده سمه چې د [انتخاباتو کمېسیون] له خپلې ذمه وارۍ ځان مبرا اعلان کړي ځکه دوی که چېرې پوهېږي چې په یوه سیمه کې د انتخاباتو ته امنیت ډاډمن نه ده او هغه ځای کې خلک اشتراک نشي کولای یا تر تهدید لاندې سیمې دي، د کورنیو چارو وزارت دوی ته لېسټ سپارلی دی، او دوی هم خپله پلټنه وکړي، نو په هغه ځای کې بیا اصلاً مرکز نه پرانیزي. چې بیا کله مرکز پرانیزي او هلته د دوی مامورین یا کارمندان نشي تللای، نو که بیا هم صندوقونه ډکېږي نو د دوی د کارمندانو په موجودیت کې به ډکېږي نو د دوی دا خبره د ډېرې توجیه وړ نه ده.))

پر امنیتي اندېښنو سربېره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور هم ټینګار کوي چې دوی پوره هڅه کوي چې په هیواد کې انتخابات راڼه او له درغلۍ پاک وشي. افغان ولسمشر حامد کرزي هم په بیا بیا ویلي دي چې په انتخاباتو کې د بهرنیو هیوادونو یا د افغان حکومت مداخله به په هیڅ صورت ونه زغمي.
XS
SM
MD
LG