د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (له رباب جوړوونکي عصمت الله سره خبرې)

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په نننۍ خپرونه کې د عصمت الله په نوم له یو افغان رباب جوړوونکي او پلورونکي سره خبرې کوو.

دی وايي، دا هنر ورته له پلار، نیکه ورپاتې دی او دا چې د رباب په جوړولو کې یې یو لړ نوښتونه کړي دي.

دی وايي، د بغلان ولایت دی خو په کابل او پېښور کې اوسي.

عصمت الله وايي، په پېښور کې ربابونه لري او چې څوک یې غواړي وراستوي یې. دی وايي، خلک ورته د انټرنیټ له لارې رسېږي او له ده ربابونه غواړي.

عصمت الله وايي، اروپا او امریکا ته هم ربابونه استوي.

د ده په خبره، پخوا به ربابونه ډېر ښکلي نه ول، ده یې په جوړولو کې نوښتونه کړي دي او ډېر ښایسته جوړوي.

عصمت الله خپلو ربابونو ته تاج په سروي.

په خپرونه کې د رباب نغمې هم درخپروو.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د سندرو امېل، له هارون باچا سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
  • انځور سایز

    هارون باچا

    هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي. 

XS
SM
MD
LG