د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: افغان کډوالو ته نوي راجسټر کارډونه جاري کېږي


د پښتونخوا په هري پور کې یوه افغان کډوال خپله پېژند پاڼه ښيي.
د پښتونخوا په هري پور کې یوه افغان کډوال خپله پېژند پاڼه ښيي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي آر د سيفران وزارت په مرسته نن د ګل له ورځې د پېښور او خوا و شا سيمو کې مېشت رجسټرډ افغان کډوالو ته پېژند پاڼې ورکول پېل کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي آر د سيفران وزارت په مرسته نن د ګل له ورځې د پېښور او خوا و شا سيمو کې مېشت رجسټرډ افغان کډوالو ته پېژند پاڼې [پروف آف رجسټريشن (پي او آر) ] کارډونه ورکول پېل کړي دي.


د يو اين ايچ سي آر په پاکستان کې وياندې دنيا اسلم خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ادارې ېې د نادرا په مرسته د پېښور ضلعې قريبا ٤ لکه رجسټرډ افغان کډوالو لپاره يو مرکز په لنډي سړک د پي ټي سي ايل دفتر ته مخامخ جوړ کړې دی، چې د رجسټرډ افغان کورنۍ يو مشر کولای شي چې دغه له دغه مرکزه د خپلې کورنۍ د زړو پېژند پاڼو (پي او آر کارډونو) په بدل کې نوي کارډونه واخلي او د کارډونو اخستو دا بهیر به د سږ ني کال د ۶مې مياشتې تر پایه دوام لري.

نوموړې وويل چې هري پور او پېښور مرکزونو خپل کار پيل کړی دی او ډير ژر به د خېبر پښتونخوا په چارسده، مردان، صوابۍ، نوښار، کوهاټ، لکي مروت، ډيره اسماعيل خان، ايبټ آباد، مانسهره، بونير او چترال کې هم ١٣ نور مرکزونه پرانیستل شي چې په دغه سيمو کې مېشت رجسټرډ افغان کډوال ترې خپل کارډونه ترلاسه کړي او په ٢٠١٠ کال کې چې افغان کډوالو د کومو سيمو له مرکزونو کارډونه اخستي ول نو اوس دې هم د هغو سيمو مرکزونو ته ولاړ شي او خپل کارډونه دې ترلاسه کړې يعنې که يو تن په ٢٠١٠ کال کې په کراچۍ کې پي او آر کارډ اخستی و نو اوس به هم هغه له کراچۍ مرکزه خپل کارډ اخلي.

په پېښور کې مېشت يو افغان کډوال عبدالرشيد وايي چې د زوړ پي او آر کارډ موده يي پورا شوې وه نو پوليسو به تنګولو چې له وجې یې په تګ راتګ کې له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ ول. خو اوس په نوي کارډ ترلاسه کولو به دا ستونزه ترډېره حده کمه شي خو پاکستان حکومت دې دا هم باورې کړي چې اوس دې موږ پوليس نه تنګوي او پيسې دې رانه هم نه اخلي.

د سيفران وزارت ترمخه په پاکستان کې دا وخت ١٦ لکو څخه زيات رجسټرډ او ١٠ لکو څخه زيات غير رجسټرډ افغان کډوال مېشت دي. په پېښور کې مېشت يو غير رجسټرډ افغان کډوال محمد يوسف غوښتنه کوي چې [يو اين ايچ سي آر دې موږ ته هم پي او آر کارډونه راکړي چې پاکستان کې په قانوني توګه ژوند تير کړو ]

د محمد يوسف غوښتنې په جواب کې دنيا اسلم خان وايي چې [موږ نوی رجسټريشن نه کوؤ او داسې غير رجسټرډ افغانانو لپاره د پاکستان حکومت د کډوالو نړویوالې ادارې [انټرنيشنل آرګنائزيشن فار مائيګريشن (آيي او ايم) ] سره خبرې روانې دي چې يوه داسې پروژه شروع کړي چې غير رجسټرډ افغانان له ځانه سره رجسټرډ کړي او هغوی بيرته افغانستان ته ليږلو لپاره بندوبست وکړي.

مشال ريډيو چې کله د دنيا اسلم خان نه تپوس وکړو چې هغه ماشومان چې ٢٠١٠ کال کې د رجسټريشن په وخت عمرونه يي له پنځو کلونو کم ول، هغوی ته به هم اوس نوی پي او آر کارډونه ورکوی نو په جواب کې نوموړې وویل، [ هغه ماشومان چې په ٢٠١٠ م کال کې د مور يا پلار په کارډ کې نومونه ليکل شوي و نو اوس به ورته خپل کارډ ورکول کيږي او داسې ماشومان چې له ٢٠١٠ کاله پس ته په رجسټرډ کورنیو کې پيدا شوې وي د هغوي اندراج به هم کيږي او ورسره ورسره هغه ماشومان چې عمرونه يې له ١٨ کلونو کم دي هغوی ته به د زوکړې پاڼه (پيدايش سرټيفيکيټ) هم ورکول کيږي او دا بهیر به د سږ کال جولايي مياشتې له لومړۍ نېټې شروع شي او تر دسمبر ٣١ مې نېټې پورې به جاري وي.
XS
SM
MD
LG