د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوشي شوو طالبانو د سولې په بهیر کې مرسته نه ده کړې


افغان طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي. (پخوانی عکس)
افغان طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي. (پخوانی عکس)
رويټرز خبري اژانس د افغان چارواکو له خولې ليکلي کوم افغان طالبان چې پاکستان له خپلو جيلونو ازاد کړي، هغوی د سولې په بهير کې مرسته نه ده کړي. د دوی په وينا پاکستان دا خلک افغان حکومت ته نه سپاري نو ځکه يې د سولې راوستو لپاره دعوې بې ځايه دي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې دافغانستان د سولې عالي شورا وايي د هغه افغان طالبانو سره يې ملاقات نه دی شوی چې پاکستان له خپلو جېلونو پريښي دي. پاکستان ويلي د افغانستان په غوښتنه يې ۴۶ افغان طالب ورپريښي خو افغان چارواکو رويټرز ته ويلي چې د دوی د بيا بيا مطالبې باوجود هم پاکستان اجازه نه ده ورکړي چې د سولې لپاره د خوشي شوو کسانو سره وويني.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې پاکستان له ۲۰۱۲ کال راهيسې د افغان حکومت په غوښتنه ځينې هغه افغان طالب بنديان خوشي کول شروع کړي چې دوی سره په جيلونو کې وو. اسلام اباد وايي دا کار يې د افغانستان د سولې بهير د ښه پرمختګ لپاره کړی خو افغان چارواکي پر پاکستان تور لګوي چې د سولې راوستلو لپاره يې ريښتيني ګامونه نه دي اخيستي او افغانستان کې جګړې ته لمن وهي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا يو غړي رويټرز خبري اژانس ته ويلي پاکستان بايد پريښودونکي افغان طالبان افغان چارواکو ته وسپاري. د هغه په وينا که چيرته داسې وشي نو افغان چارواکي به وکړی شي دې طالب مشرانو ته ووايي چې د هغوی د ازادۍ لپاره يې له پاکستان سره خبرې کړي وي او اوس پکار ده چې د سولې لپاره حکومت سره شريک کار وکړي.

دغه افغان چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رويټرز ته ويلي چې د پاکستان له جيلونو ازاد شوو ۴۶ افغان طالب مشرانو يې پنځلسو سره د ځينو منځګړو له لارې اړيکې ټينګې کړي خو نيغ په نيغه يې ورسره نه دي کتلي. د هغه په وينا دا پنځلس او باقي ټولو پريښودل شوي طالبان لا هم پاکستان کې دي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيوو چارو د وزارت وياندې تسنیم اسلم ويلي چې دوی د افغان طالبانو د مشر ملاعمرستيال، ملا غني برادر سره د افغان حکومت د استازو ملاقات کړی وو. د هغې په خبره کيدای شي نور پريښودل شوي طالبان افغان چارواکو سره ليدو کې دلچسپي نه لري. ملا غني برادر اوه کاله مخکې کراچۍ کې نيول شوی وو او افغان حکومت يې د سولې بهير لپاره مهم بولي.

پاکستان په تېره سپتمبر مياشت کې وويل چې ملا غني برادر يې پريښی خو افغان چارواکي وايي نوموړی لا هم نظر بند دی او په خپله خوښه ملاقات او خبرې نه شي کولی.
XS
SM
MD
LG