د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزی: افغانستان به هیڅ کله د پاکستان تابع نه شي


افغان ولسمشر حامد کرزی (پخوانی عکس)
افغان ولسمشر حامد کرزی (پخوانی عکس)
خان محمد سیند

کابل
: د افغانسشتان ولسمشر حامدکرزي د پاکستان مشرانو ته خبرداری ورکړی دی چې هيواد به يې هیڅکله د هغوی تابع او فرمانبرداره نه شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي چې پر افغانستان د شوروي له یرغله راهسې پاکستان هڅې کړي چې پر دې هیواد سیاسی تسلط ولري.

ولسمشر حامد کرزي دا خبرې د شنبې په ورځ پلازمېنه کابل کې د ملي شورا د شپاړسمې دورې د څلورم کال د پیل په مراسمو کې وکړې.

نوموړي وویل ، ً افغانستان او پاکستان دواړه په سیمه کې د ترهګرۍ د شتون له کبله رنځېږي او په کار ده چې دواړه د دې رنځ د ورکولو لپاره یو له بل سره روښتونې همکاري وکړيً.

افغان ولسمشر وویل ، دی باور لري چې د طالبانو مشران په پاکستان کې ښه هوسا ژوند لري. د هغه په خبره ، ًچې کله هم د طالبانو ځینو مشرانو له افغان حکومت سره خبرو ته زړه ښه کړی نو یا خو وژل شوي او یا هم بندي شوي ديً.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د لاس لیک مسله لا هم پر ځای پاتې ده. دا تړون به له ۲۰۱۴م کاله وروسته امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کې د پاتې کېدو زمینه برابره کړي.

افغان ولسمشر په وینا کې وویل چې دی له امریکا سره د امنیتي تړون خلاف نه دی خو د هغه په وینا ، باید د سولې پروسه هم ورسره جوخته پیل شي.

ولسمشر کرزي په دې اړه وویل ً د افغانستان خلک سوله د خپل ژوند اساس ګڼي. هر هیواد چې له موږ سره تړون لاسلیک کول غواړي نو په کار ده چې موږ ته سوله هم راولي چې موږ په امن او هغوی په ګټه کې ژوند وکړيً.

افغان ولسمشر له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې چې ځینې امریکايي چارواکي وايي ، دا تړون به د افغانستان له راتلونکي نوي حکومت سره لاسلیک کړي.

په افغانستان کې د راتلونکې اپرېل میاشتې پر پنځمه نېټه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات تر سره کېږي. د دې دواړو انتخابات لپاره په دې هیواد کې د نوماندانو ټاکنیز کمپاینونه روان دي.

ولسمشر حامد کرزي خپله هغه خبره بیا تکرار کړېده چې د هغه په وینا ، په افغانستان کې د امن په راتګ او ټينګښت کې امریکا او پاکستان مرسته کولای شي.

پاکستانیو چارواکو تل د افغان لوري انتقادي څرګندونې رد کړې دي او وايي چې دوی تر خپله وسه په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته کوي.
XS
SM
MD
LG