د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا سمیع الحق: طالبان له حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار دي


د تحریک طالبان پاکستان د مزاکراتي کمېټۍ مشر مولانا سمیع الحق
د تحریک طالبان پاکستان د مزاکراتي کمېټۍ مشر مولانا سمیع الحق
پېښور: د تحریک طالبان پاکستان له خوا ټاکل شوې مزاکراتي کميټۍ وايي ، د طالبانو شورا له پاکستاني حکومت سره د سولې لپاره نېغ په نېغه خبرو اترو ته چمتو ده.

د طالبانو د کميټۍ غړو ، مولانا یوسف شاه ، پروفیسر ابراهیم او مولانا عبدالعزیز د جمعې په ورځ په شمالي وزيرستان کې له طالبانو سره لیده کاته وکړل.

د وسله والو طالبانو دې مزاکراتي استازو له شمالي وزیرستانه تر ستنېدو وروسته د جمعې په ماښام د خیبر پښتونخوا د نوښار په اکوړه کې د دې کمېټۍ له مشر غړي مولانه سمع الحق سره ملاقات وکړ.

مولانا سمیع الحق په خبري غونډه کې د سولې په پروسه کې د پرمختګ په اړه ډاډ وښودی او هيله يې څرګنده کړه چې د امن دا عمل به ً د هغه په خبرهً په پای کې بریالی کېږي.

د تحریک طالبان پاکستان له خوا ټاکل شوې مزاکراتي کميټۍ دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې د پاکستان حکومت خپله پخوانۍ مزاکراتي کمېټۍ ختمه کړې او پر ځای یې نوې کمېټۍ ټاکلې ده.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د پخوانۍ کمېټۍ ختمولو او نوې رامنځ ته کولو ګام له هغه وروسته اخیستی چې د تحریک طالبان پاکستان له خوا د ټاکل شوې مزاکراتي کميټۍ مشر مولانا سمیع الحق له حکومته وغوښتل چې نوې کمېټۍ وټاکي او زیات واک ورکړي.

پاکستاني حکومت تر اوسه د نوې ټاکلې کمېټۍ د غړو نومونه نه دي په ډاګه کړي. په پخوانۍ کمېټۍ د وزیراعظم نواز شریف سلاکار عرفان صدیقي ، په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند ، د پاکستان د جاسوسي ادارې پخوانی چارواکی مېجر محمد عامر او خبریال رحیم الله یوسفزی شامل وو.

د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په ملک کې د امن او روغې جوړې خبرې اترې د جنورۍ میاشتې په پای کې پیل شوې وې. د خترو اترو لړۍ په څرګنده له هغه وروسته د ځنډ ښکار شوه کله چې پاکستاني طالبانو د تښتول شوو درویشت ایف سي عسکرو د وژلو اعلان وکړ.
XS
SM
MD
LG