د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان او هند کې د روایتي سیاسي ګوندونو نظام په ختمېدو دی


فارن پاليسي مجله ليکي، په پاکستان او هندوستان کې د دوو ګوندونو روايتي سياسي نظام مخ په ختمېدو دی او دريم ګوندونه رامخ ته شوي چې د خلکو غږ پورته کوي. نوو ګوندونو له خلکو سره له ستونزو د دوی د را ايستلو او د اداري فساد له منګلو څخه د خلاصولو ژمنې کړي دي.


د دوی پېغام په ولس کې زيات خور شوی او په ډېر لږ وخت کې يې د ملينونو خلکو پام ځان ته را اړولی.

د بهرنيو کتونکو لپاره نوو ګوندونو د خلکو حېرانتيا او لېوالتيا را پارولې ده او داسي ښکاري چې د سوېلي اسیا په موروثي سياست کې درزونه پيدا شوي دي.

په پاکستان کې د نواز شريف واک ته رسېدل، په هند کې د راهول ګاندي لخوا د کانګريس مشري په غاړه اخستل او د بنګله دېش په انتخاباتو کې د شېخ حسينه واجد بريا څرګندوي چې په دې سيمه کې موروثي سياست يو ځواکمن قوت پاتې شوی دی.

مجله ليکي، په نوي ډيلي کې عام آدمي پارټۍ د هند په قامي سياست کې په چټکۍ سره ځان ته يو څرګند مقام ګټلی دی. دغه ګوند چې په ۲۰۱۲م کال کې رامنځ ته شو، د اداري فساد په ضد مبارزه کې يې وده وکړه.

د عام آدمي پارټۍ مشر اروند کجريوال په داسې حال کې د ډيلي وزيراعلی وټاکل شو چې تعلق يې د هيواد په دوو لويو ګوندونو کې له يوه سره هم نه و.

نوموړی يوازې ۴۹ ورځې وروسته په دې خاطر له خپلې څوکۍ مستعفي شو چې د اداري فساد په ضد بِل په اسمبلۍ کې منظور نه شو.

دغه ګوند اوس په قامي کچ پېژندل شوی دی او او داسي وړاندوينه کيږي چې د هند د سږ کال په انتخاباتو کې به د لوک سبها يا قامي اسمبلۍ ۱۲ چوکۍ وګټي.

مجله زياتوي، بلخوا په پاکستان کې تحريک انصاف ګوند په قامي سياست کې د يو نوي قوت په حېث راوټوکېد. په ۱۹۹۶م کال کې د پخواني کرکټر عمران خان په مشرۍ کې جوړ شوي دغه ګوند د هيواد د ۲۰۱۳م کال په انتخاباتو کې د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې او پاکستان پيپلز ګوند وروسته د دريم لوی ګوند حېثيت خپل کړی.

مجله ليکي، د سوېلي اسیا په سياست کې د دغو دواړو نوو ګوندونو راتګ يو مثبت پرمختګ دی. د نوو افکارو معارفي کول او انتخاباتي چېلنجونه هغه څه دي چې ځواکمنو ګوندونو ته يادګيرنه ورکوي چې پر واک کنټرول بې قيمته نه وي.
XS
SM
MD
LG