د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د وحشي زيتونو د اهالي کيدو سيمينار پيل شو


د ايټاليا هيواد په مالي مرسته د ننګرهار د کانال رياست په ختيځو ولايتونو کې د اصلاح شويو او وحشي زيتونو د سکتور د پرمختګ په خاطر درې ورځينی ښوونيز سيمينار د اتوار په ورځ پيل شو. په دغه سيمينار کې به د زراعت ماهرين د خپلو تجربو په رڼا کې د زيتونو د بوټو څخه د ښه توليد په هکله ګډونوالو ته زده کړې ورکوي.


د اصلاح شويو او وحشي زيتونو د پرمختګ په خاطر دغه سيمينار ته په ننګرهار سربيره له کونړ او لغمان ولايتونو څخه د زراعت يو شمير مسوولين رابلل شوي دي.
د ننګرهار د کانال رياست مشر اينجينر زيارت ګل راهيل وايي : د وحشي زيتونو د اهالي کيدو په خاطر يې دغه درې ورځيني ښوونيز سيمينار جوړ کړی دی.

« موږ د وحشي زيتونو او اصلاح شويو زيتونو د سکتور د پرمختګ په خاطر ورکشاپ نيولي تر څو موږ د کونړ، لغمان او ننګرهار د کرنې مسوولين او هغه کسان چې په ځنګلاتو کې کار کوي، د هغوی پرسونل او تر څنګ يې د ځنګلاتي ساحو څخه دهقانان او د اتحاديو مسوولين راغوښتي تر څو له هغوی سره د زيتونو د اهميت په اړه، د زيتونو د اهالي کيدو په اړه خبرې وکړو او دا د عامه پوهاوي يوه بڼه غوره کړي، تر څو عام خلک د زيتونو د ساتنې، اهالي کيدنې او اصلاح کيدنې ته توجه وکړي.»

د لغمان د کرنې رياست مشر محمد اسماعيل دولتزی وايي چې دوی به په طبعي ځنګلونو کې د وحشي زيتونو د اهالي کول ډير ژر د ولس په همکارۍ پيل کړي.


« په لغمان کې الحمدلله تر درې زره هکتارو نه زياته ځمکه په وحشي زيتونو باندې پوښل شوې. تر دغه دمه هاغه شان توجه چې په کار وه، ورته نه ده شوې. خو موږ پتيلې ده چې د ولسونو په همکارۍ او د کرنې وزارت د مسلکي او فني پرسونل په همکارۍ باندې د دې د پيوند چارې شروع کړو. د قرغيو ولسوالۍ د کلمان په ساحه کې د دې چارې مقدماتي شروع شوې ده، اميد دی چې په دې کې له موږ سره ولسونه، د کرنې وزارت او همکار موسسات د زيتونو د نيالګيو په پيوند او اصلاح کې کمک وکړي.»

د کونړ ولايت هم يو له هغو ولايتونو څخه دی چې غرونه يې په طبيعي ځنګلونو ډک دي چې د زيتونو وحشي بوټي هم په کې شتون لري. د دغه ولايت د کرنې رياست کې د طبعي منابعو عمومي مدير مطیع الله وايي چې له ښوونيز سيمينار وروسته به دوی هم په بیلابيلو ولسواليو کې د زيتونو د بوټو د اصلاح کيدو چارې پيل کړي.


« د کونړ ولايت ځنګلونه په طبيعي بوټو پوښل شوي چې زيتون يې هم يوه برخه ده چې په زياته اندازه باندې موږ زيتون لرو خو په وحشي شکل دي. تر اوسه موږ د زيتونو په اهالي کيدو باندې کار نه دی کړی. دې ورکشاپ ته موږ ديرش نفره راغلي يو او زياتره موږ سره د ځنګلي ساحو يا ولسواليو خلک دي موږ سره دوې په سيمينار کې وويني او د کانال رياست په همکارۍ باندې چې دوی به موږ ته قلمه او د پيوند په برخه کې همکاري وکړي، نو موږ به انشاالله عملاٌ په دې کار اقدام کوو.»

دغه سيمينار د ايټاليا هيواد د هغو نهو لکو یورو د مرستې برخه جوړوي چې د زيتونو د بوټو او فابريکې د رغولو په خاطر يې د ننګرهار کانال رياست په واک کې ورکړي دي.
XS
SM
MD
LG