د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما او پوټين د اوکراين پر بحران خبرې وکړې


سپینې ماڼۍ ويلي چې ولسمشر بارک اوباما له روسي ولسمشر ولاديمير پوټڼ سره د اوکراين پر بحران غږېدلی دی. د سپينې ماڼۍ د بيان له مخې اوباما پوټن ته وضاحت کړی چې په کرايميا کې د روس اقدام د اوکراين د خودمختارۍ سرغړونه کړې ده

سپینې ماڼۍ ويلي چې ولسمشر بارک اوباما له روسي ولسمشر ولاديمير پوټڼ سره د اوکراين پر بحران غږېدلی دی. د سپينې ماڼۍ د بيان له مخې اوباما پوټن ته وضاحت کړی چې په کرايميا کې د روس اقدام د اوکراين د خودمختارۍ سرغړونه کړې ده او واشنګټن ته يې لاره هوارې کړې چې پر روسانو او هغو اوکراينيانو بنديزونه ولګوي چې د کريملين د پوځي مداخلت تر شا ولاړ ول.


بلخوا کريملين بيان ورکړی چې پوټن اوباما ته ويلي چې د کيف نوو چارواکو د اوکراين پر ختيځو برخو، سوهېل ختيځو برخو او کرايميا باندې بشپړه غېر قانوني پرېکړې تپلي دي.

بيان زياتوي چې پوټن اوباما ته وويل چې ماسکو د اوکراين لخوا د مرستې غوښتنه نشي ردولای او په همدې لړ کې يې د نړيوال قانون سره سم چلن کړی دی. د کريملين د بيان له مخې د دواړو مشرانو تر منځ په خبرو اترو کې اختلافات موجود ول خو پوټن اوباما ته وويل چې د اوکراين پر سر بايد اړيکې اغېزمنې نشي.

په تيرو شپږو مياشتو کې دا دوهم ځل دی چې اوباما او پوټن پر ټليفون خبرې کوي.

تر دې وړاندې اوباما ويلي و چې د کرايميا لخوا له روس سره د يو ځای کېدو پر سر ټول پوښتنه د نړيوال قانون سرغړونه کوي.

((د کرايميا د راتلونکې په اړه تجويز شوې ټولپوښتنه به د اوکراين د آيين او نړيوال قانون سرغړونه وکړي. د اوکراين د راتلونکې په اړه بايد په هر ډول بحث کې د دې هيواد قانوني حکومت ورګډ وي.))

تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د کرايميا پارليمان له روس سره د يو ځای کېدو لپاره رايه ورکړه او اعلان يې وکړی چې په دې اړه به د مارچ پر شپاړلسمه نېټه ټولپوښتنه تر سره کيږي. روس د تور سمندرګي پر غاړه زياتره سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې چيرې چې روس توکمه خلک په اکثريت کې دي.

اوباما د بنديزونو د اقدام وضاحت هم وکړی.

((نن سهار ما يو انتظامي امر لاسليک کړ چې پر هغو وګړو او ډلو بنديزونه لګوي چې د اوکراين د خود مختارۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د سړغړونې ذمه وار دي يا يې د اوکراين د ولس شتمنۍ غلا کړي دي. زما د احکاماتو له مخې د بهرنيو چارو وزارت هم پر دغو وګړو او حکومتي چارواکو د سفر بنديزونه لګولي دي.))

اوباما له اروپايي اتحاديې سره د امريکا د همکارۍ هرکلی وکړی چې هغوی هم د پنجشنبې په ورځ پر روس بنديزونه ولګول. په برسلز کې په يوه بېړنۍ غونډه کې د اروپايي اتحاديې مشرانو د پوټن له حکومت سره پراخې اقتصادي لوظنامې او د اروپايې ټولنې ۲۸ هيوادونو ته د روسي وګړو د بې له ويزې د سفر کولو لوظنامې وځنډولې.

بلخوا د پنجشنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري يو ځل بيا له خپل روسي سيال سرګي لاروف سره وليدل. کېري د روس او اوکراين تر منځ پر مخامخ خبرو اترو او کرايميا او ختيځ اوکراين ته يې د نړيوالو څارونکو د لېږلو پر ارزښت ټينګار وکړی.

په عين حال کې د امريکا ايوان نمايندګان (ولسي جرګې) د کيف نوي حکومت ته د قرض ورکولو بِل منظور کړی. تمه کيږي چې د امريکا سېنېټ به هم راتلونکې اونۍ پر ورته بِل غور وکړي چې د يو ارب ډالر د قرض ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG