د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپایي اتحادیې مشران د اوکراین په اړه غونډه کوي


د اروپایي اتحادیې مشران نن غونډه کوي چې د يوکرېن کریمیا ټاپووزمې ته د پوځونو د استولو په خاطر له روس سره د غبرګون په توګه نور څه ډول اقدامات وکړي.

د اروپایي اتحادیې مشران نن د پنجشنبې پر ورځ غونډه کوي چې د اوکراین کرایمیا ټاپووزمې ته د پوځونو د استولو په خاطر له روس سره د غبرګون په توګه نور څه ډول اقدامات وکړي.


په برسلز کې نننۍ غونډه په داسي حال کې تر سره کيږي چې اروپایي اتحادیې د اوکراین د شړل شوي ولسمشر ويکټر يانونوکويچ او ۱۷ نورو چارواکو شتمنۍ کنګل کړې چې پخوانی وزيراعظم ميکولا ازارو او يو شمېر نور پخواني حکومتي چارواکي هم پکې شامل دی.

اروپايي اتحاديې د هغو اوکراینيانو د شتمنيو د کنګلولو پرېکړه کړې چې د اوکراین د حکومتي مالي چارو د بې ځایه لګولو مسول دي.

د اروپایي اتحادیې د مشرانو دغه بیړنۍ غونډه یوه ورځ وروسته تر دې کیږي چې په پېرس کې د اوکراین په اړه خبرو کې لږ پرمختګ وشو چې د اوکراین، روس، بريتانيیا او فرانس وزيرانو ګډون پکې کړی و.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د روس د بهرنيو چارو له وزير سرګې لاروف سره خپله ليدنه سخته بيان کړې او زياتوي چې نن د زيارت پر ورځ به يو ځل بيا په روم کې ورسره ويني.

په عين حال کې ناټو ويلي چې دوی له روس سره خپلې همکارۍ ته بيا کتنه کوي او د اوکراین له نوي مشرتابه سره به خپلې اړيکې پرمخ بيايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG