د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وژل شوي لس کلن بلوڅ کیسه


د چکار مړی په يوه نيږدې وياله کې وموندل شو، چې لږ تر لږه په دوو مرميو ويشتل شوی و.

فرانس پريس اژانس د خپل رپورټ پيل د بلوچستان په پنجګور ضلع کې د يوه لس کلن ماشوم د مړي موندل کېدو له کيسې کړی دی.


اژانس د چکار بلوچ په نوم د دې ماشوم د کورنۍ له خولې ليکي چې نوموړي د تېرې جنورۍ مياشت په ۷ مه نېټه په يوه ځايي مارکېت کې لوبې کولې چې يوه ډله سړي، چې يو څو تنو ورڅخه وردۍ اغوستې وې، په موټرسايکلونو راغلل او هغه يې اوچت کړ.

درې ورځې وروسته د چکار مړی په يوه نيږدې وياله کې وموندل شو، چې لږ تر لږه په دوو مرميو ويشتل شوی و.

د چکار نيکه او د تره يو زوی يې د تېر کال اکتوبر په مياشت کې تښتول شوي ول، چې بيا وروسته پرېښودل شول. بيا يې د ثناالله په نوم يو بل خپلوان وتښتول شو، چې د اژانس په خبره، لا يې هم د مړي ژوندي پته نه لګي.

د چکار کورنۍ د هغه د وژنې قضيه ځايي پوليسو ته يوړه، خو مرسته ورسره و نه شوه.

اژانس زياتوي، د چکار کورنۍ د بلوچستان يوې بلې ضلعې تربت ته، چې د بلوچ بېلتون خوښو وسله والو مرکز ياديږي، په کډه وړلو مجبور شوه.

د نوموړي د کورنۍ يو غړي ياد اژانس ته، په دې شرط چې نوم يې وا نه خيستل شي، ويلي چې چکار يو ښکلی ماشوم و. د فټ بال لوبه يې ډېره خوښه وه او کرکټ او ويډيو ګيمز به يې هم کول. دی تن اژانس ته زياته کړې، زما په فکر د هغه د کورنۍ د خلکو په سياست کې ښکېلتيا د دې سبب شوه چې هغه ووژل شي.

دی کس دغه راز ويلي، د چکار وژونکو د هغه کورنۍ ته پيغام ورکړ چې که موږ ستاسو لويان نه شو پيدا کولی نو ماشومان هم درته نه پرېږدو.

اژانس د پاکستانيو چارواکو خبره هم راخيستې چې وايي، د چکار کورنۍ په غلطه ده. دغه ماشوم په اصل کې بلوچ بېلتون خوښو وسله والو وژلی دی او غواړي چې پړه يې د پاکسان پر امنيتي ځواکونو واچول شي.

په رپورټ کې راغلي، د پاکستان په شمال لويديځ کې د دې هېواد د پوځ او وسله والو طالبانو تر مينځ پر شخړو ډېر بحثونه کيږي، خو په بلوچستان کې د روانې جګړې په اړه، چې د دې صوبې بېلتون خوښو قوتونو له تېرې يوې لسيزې راهيسې د دولتي ځواکونو پر ضد پيل کړې ده، ډېره خبره نه کيږي.

په رپورټ کې د بلوچستان د اعلی وزير عبدالمالک بلوچ خبره هم راخيستل شوې چې ويلي يې دي، د بلوچانو لپاره به ښه دا وي چې د پاکستان له حکومت سره د خبرو اترو له لارې د خپلو مسالو يوه حل ته ورسي.
XS
SM
MD
LG