د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ولس وايي، د ځاځیو میدان ولسوالۍ ته پاملرنه نه کېږي


په خوست کې د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي مشران او اوسیدونکي وايي، سره له دې چې د دوی ولسوالي د سولې د ولسوالۍ په نوم نومول شوې او اوسیدونکو يې د دې نظام د ټینګښت له پاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي، خو تر اوسه هم د یادې سیمې خلکو له پاره د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخه پوره کارونه نه دي شوي.

په خوست کې د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي مشران او اوسیدونکي وايي، سره له دې چې د دوی ولسوالي د سولې د ولسوالۍ په نوم نومول شوې او اوسیدونکو يې د دې نظام د ټینګښت له پاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي، خو تر اوسه هم د یادې سیمې خلکو له پاره د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخه پوره کارونه نه دي شوي.


د خوست ځاځي میدان سرحدي ولسوالي، چې د سولې او امن له اړخه د افغانستان په بیلګه ییزو سیمو کې راځي، یو شمېر اوسیدونکي يې وايي، چې د یادې سیمې سلګونه ځوانان د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د نظام ساتنې په لاره کې په بیلابیلو ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي او په مالي او ځاني قربانیو يې دلته ډاډمن امنیت تامین کړی او د هر ډول پروژو د تطبیق له پاره يې شرایط برابر کړي دي، خو د پوره امنیت سره، سره هم ډیری د دوی خلک تر اوسه د بې وزلۍ حالت لري او د پوهنې، روغتیا، بیارغونې او نورو ټولنیزو خدمتونو ته لازمه لاسرسي نه لري.

د ځاځي میدان ولسوالۍ د الګډې د سیمې اوسیدونکی خان وزیر د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکیو ځنې مهمې غوښتنې مشال راډيو سره په خبرو کې داسې په ګوته کوي:

((زموږ د الګډې نه تر دڼیو پورې ډېر اوږد سړک پروت دی، مخکې يې پلچکونه درلودل، خو اوس يې پلچکونه ړنګ دي، سړکونه خام او کچه دي، یانې خلک په نږدې وخت کې خوست یا بل ځای ته نه شي رسیدلای، کلینکونو کې مو هم یو تن نارینه ډاکټر وي، خو ښځینه ډاکټره په کې نه وي، دوايي نه لرو، واموریده، کلینیک مو یو ورځ خلاص وي او دوه ورځې بند وي.))

د ځاځي میدان ولسوالۍ یو بل تن اوسیدونکی سیلاب نور اکاخېل وايي، چې د دوی ولسوالي د سولې په نوم نومول شوې، خو د امتیازاتو څخه يې نه دي خبر او نه دوی ته په دې برخه کې کوم ځانګړي کارونه او پروژې پلې شوي دي:

((څومره سوله چې په ځاځي میدان کې شته او د دې نظام د ټینګښت له پاره زموږ ولسوالۍ څومره قربانۍ ورکړي دي، هومره کار ورته چا نه دی کړی، بل دا چې ځاځي میدان د سولې ولسوالۍ په نوم نومول شوېده، خو هغه ځانګړي امتیازات نه دي ورکړل شوي او که ورکړل شوي وي، نو نه پوهیږو چې هغه به چا وړي وي.))

مولوي عبدالله غروال، چې د ځاځي میدان ولسوالۍ د ډېری میلې اوسیدونکی دی، د خپلې سیمې د اوسیدونکو قربانیو ته اشاره کوي او وايي، چې حکومت باید د دې خلکو د ژوندانه ښه کولو له پاره پوره توجه وکړي:

((موږ د دې حکومت له پاره ډېر شهیدان او زخمیان ورکړي دي، کورونه مو ړنګ شوي دي، سړکونه مو ړنګ دي، کلینکونه نه لرو، ډاکټر نه لرو، نور سهولتونه نه لرو، نو موږ د راتلونکې حکومت نه دا غوښتنه لرو، چې زموږ له پاره د ژوندانه ټول مهم او ضروري امکانات موجود کړي.))

معلم ګل، چې د ځاځي میدان ولسوالۍ د اکا کلي اوسیدونکی دی د هغه سیمې د معارف اړتیاوې په ګوته کوي:

((داسې روغ معلمان چې مسلکي او تجربه کار وي، هلته وجود نه لري، په تدریسي صنفونو کې چوکۍ، میزونه او نور تدریسي توکي په صحیح توګه موجود نه دي، تر څو شاګردان په چوکیو کیني او خپل تعلیم وکړي، همدرانګه نور ډېر شیان شته، چې ځاځي میدان ولسوالي ته يې دولت ورکوي، خو هلته سم نه رسیږي.))


د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي مشر محمد حسین وايي، چې د ولسوالۍ د محکمې او څارنوالۍ چارې يې هم نیمګړي دي:

((موږ په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ډېرې نیمګړتیاوې لرو، ځکه څارنوال نه لرو، قاضي نه لرو، که وي نو کار نه کوي، چې بیا کوم کار کوي نو خلکو ته مشکل جوړوي او خلک په نورو ستونزو کې ایساریږي.))

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون رئیس عارف الله پښتون مشال راډیو سره په خبرو کې د ځاځي میدان د خلکو اړتیاوې او ضروتونو تصدیقوي او وايي، چې یو ځل بیا به د مشرانو جرګې په عمومي مجلس کې د دې خلکو غږ اوچتوي:

((موږ هم په وار وار سره د مشرانو جرګې په عمومي مجلسونو کې دفاع کړېده او دا زموږ دنده ده، وظیفه مو ده او وجیبه مو ده، موږ به انشاالله یو ځل بیا د ځاځي میدان ولسوالۍ د خلکو غوښتنې په ټینګه هلته یادوو، تر څو دا خلک خپل حقه حقوق ترلاسه کړي، لکه څرنګه چې دوی خپل نظام ته وفاداره دي، باید زموږ دولت هم دوی ته لاس ورکړي.))

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي مسوول او ویاند مبارز محد ځدراڼ مشال راډیو سره په خبرو کې د ځاځي میدان ولسوالۍ د خلکو د قربانۍ یادونه وکړه او ویې ویل، سیمه ییزې ادارې د نوموړي ولسوالۍ بیارغونې ته پاملرنه کړې او خپله توجه به دوی لوري ته لازیاته کړي:

((موږ د نورو ولسوالیو تر څنګ ځاځي میدان ولسوالي ته هم د بیا رغونې په برخه کې لازمه پاملرنه کړې ده، موږ د بیا رغونې په برخه کې د بنسټیزو پروژو د تطبیق له پاره خپل غږ تر نړیوالو مرستندویه ټولنو او د مرکزي حکومت تر سکټوري وزارتونو رسولی او زموږ دغه توجه به د دوی له پاره لا زیاتیږي، زموږ هلې ځلې جریان لري، چې دغه ولسوالۍ ته زیات شمېر د بیا رغونې پروژې راجلب او هلته يې په عملي ډول سره تطبیق کړو.))

د یادونې وړ ده، خوست ولایت دوولس ولسوالۍ او درې مرکزي واحدونه لري، چې شاوخوا یو میلیون وګړي په کې ژوند کوي، خو خلک يې تل د ټولنیزو خدمتونو له لږوالي شکایت کوي او د بیارغونې بهیر په کې پڅ ګڼي او خوست ته د لازمې پاملرنې غوښتنې لري.
XS
SM
MD
LG