د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بن لادن پر زوم په امریکا کې مقدمه روانه ده


سلیمان ابو غېث
سلیمان ابو غېث
سرچینه: اسوشي اېټډ پریس
ژباړه: احمد شاه اعظمي


د اسامه بن لادن پر زوم باندې په دې تور مقدمه چلول کيږي چې نوموړي د ۲۰۰۱م کال د ۱۱م سپټمبر تر بريدونو وروسته د القاعده شبکې د وياند په حېث د ترهګرو په ملاتړ او د امريکايانو د وژنې د دسيسو جوړولو په برخه کې رول لوباوه. سلېمان ابوغېث د دوشنبې په ورځ په نيويارک کې د منصفه پلاوي آينده غړو ته ور وپېژندل شو.


د امريکا د ضلعي عدالت قاضي لېوس اې کپلن په لومړي سر کې له ابو غېثه وغوښتل چې د منصفه پلاوي غړو ته مخ ور واړوي چې آيا په دوی کې يو څوک شته چې دی پېژني؟ ټولو په ځواب کې وويل چې دغه تورن کس نه پېژني.

د قاضي دغه پوښتنه د هغې پروسې يوه برخه ده چې له مخې به يې د آينده منصفه پلاوي ۱۲ غړي ټاکل کيږي تر څو د چارشنبې يا پنجشنبې په ورځ په دغه مقدمه کې بيان اخستل پېل کړي. د منصفه پلاوي لپاره ځيني نومول شوي غړي وروسته تر هغه حذف کړل شول چې دوی ځيني هغه کسان پېژندل چې د ۱۱م سپټمبر په بريدونو کې وژل شوي ول. د منصفه پلاوي لپاره ټول هغه کسان په کار وي چې له هيڅ ډلې سره اړه ونلري او بې طرفه وي او د مقدمې د دواړو لوريو څخه يو هم ونه پېژني.

دغه مقدمه چې له دريو څخه به تر پنځو اونيو پورې دوام ولري، تر هغه يو کال وروسته پېل شوه چې کله ابوغېث په اردن کې له نيولو وروسته امريکا ته راوستل شو.
قاضي د منصفه پلاوي غړو ته وويل چې دوی به دا پرېکړه کوي چې آيا ابوغېث د امريکايانو د وژنې دسيسې جوړولې او ترهګرو ته يې د وسايلو د زمينې د برابرولو تر څنګ د دوی ملاتړ کاوه او که نه؟

ابوغېث د القاعده يو لوړ رتبه غړی دی چې د ۱۱م سپټمبر تر پيښو وروسته د امريکا پر خاوره مقدمه پر چلول کيږي. حکومت په پلان کې لري چې د بيان اخستلو په لومړي پړاو کې د منصفه پلاوي غړو ته هغه عکس ورښکاره کې چې ابوغېث د اسامه بن لادن څنګ ته ناست دی او د ۱۱م سپټمبر تر پېښې يوه ورځ وروسته د دغو بريدونو په اړه بيان ورکوي.

د عدالت په متن کې د ابو غېث له خلې ويل شوي چې نوموړي په ۲۰۰۲م کال کې افغانستان پرېښودی او ايران ته داخل شو خو هلته نوموړی ونيول شو او زنداني شو. نوموړي ويلي چې دی له ايرانه کويت ته پر لاره و تر څو له خپلي کورنۍ سره وګوري خو الوتکه د کويت پر ځای په امان، اردن کې کښېنسته چيري چې نوموړی لاس تړلی امريکايي چارواکو ته وسپارل شو. ابوغېث د اسامه له مشرې لور فاطمې سره واده کړی دی او په ۲۰۰۲م کال کې افغانستان ته تر تګ وړاندې د کويت په يو جومات کې امام وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG