د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تښتول شویو سرتېرو پر سر د ایران و پاکستان اړیکي خراب شوي


سرچینه: ټایمز ورځپاڼه
ژباړه: هارون باچا


ټايمز ورځپاڼه ليکي، وروسته له هغه چې يوې وسله والې ډلې د ايران پينځه تنه پوله ساتي ځواکونه د پاکستان خاورې ته وتښتول، د تهران او اسلام اباد اړيکې کړکېچنې شوې دي.


د جيش العدل په نوم دې ډلې، چې تېره مياشت يې ايراني سرتيري له يوې سرحدي پوستې وتښتول، دړکه کړې چې که د ايران او شام له زندانونو سلګونه سني قيديان خوشي نه کړل شول، برمته شوي ايراني ځواکونه به ووژني.

پاکستان په ورته وخت کې ايراني ځواکونه، د دې لپاره چې د پاکستان پر خاوره يې د هاوان ګولۍ وورولې، تورن کړي دي.

ايران بيا شک څرګندوي چې وايي، يادې وسله والې ډلې د سعودي عرب په ملاتړ، چې د پاکستان پټ رضايت هم پکې شامل و، ايراني ځواکونه برمته کړي دي.

د ليکنې له مخې، پاکستاني امنيتي ځواکونو د تېرې اونۍ په پای کې د تښتول شويو ايراني سرتېرو د خلاصون لپاره عمليات وکړل، چې په نتيجه کې يې د جيش العدل له منګولو ۱۱ تنه قيديان خوشي کړل.

خو د تېرې یکشنبې پر ورځ په تهران کې چارواکو وويل چې په دغو خوشي کړل شويو کسانو کې ايراني برمته شوي سرتيري شامل نه دي.

ليکنه کاږي، دغه ايراني ځواکونه د ايران د جنوب ښتيځ ولايت سيستان بلوچستان څخه، چې سني وسله والو پکې تر دې مخکې هم پر ايراني ځواکونو او چارواکو حملې کړې دي، تښتول شوي دي.

جيش العدل نومې وسله والې ډلې، مخکې تر دې چې د برمته شويو سرتېرو ويډيو خپره او په ترڅ کې يې خپلې غوښتنې په ډاګه کړي، ايراني سرتيري د پاکستان خاورې ته وتښتول.

ليکنه زياتوي، ايران په خليج کې د خپل عمده رقيب هېواد سعودي عرب له پاکستان سره په پوځي او استخباراتي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا اندېښمن دی.

د شام له زاندانونو د سني مسلمانانو قيديانو د خوشي کولو غوښتنه ايراني چارواکي دې ته اړ باسي چې پر سعودي عرب له جيش العدل وسله والې ډلې سره د مرستو شک وکړي.

ايران په شام کې د بشارالاسد د رژيم ملاتړی هېواد ګڼل کيږي، او د سعودي عرب په اړه ويل کيږي چې د نوموړي مخالفانو ته وسلې او پيسې ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG