بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې پرون د جمعې پر ورځ خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال دغه زیانونه مشخص نه کړل چې احتمالا به روسیه ورسره مخامخیږي، خو ده وویل، چې په اکراین کې پوځي مداخله هغه هېواد د زیاتې بې ثباتۍ لور ته بیایي:
"د روسیې د فدراسیون له لوري په اکراین کې د پوځي هلوځلو راپورونو موږ ډير اندیښمن کړي یوو. روسیه له اکراین سره هم تاریخي اړیکي لري؛ هم کلتوري، هم اقتصادي او په کریمیا کې پوځي تسهیلات لري؛ خو د اکراین پر حاکمیت او ارضي تمامیت هر راز تیری هغه ډير زیات بې ثباته کولی شي."
د اوباما تر څرګندونو وروسته یوه جګپوړي امریکایي چارواکي وویل چې ولسمشر به په روسیې کې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادو غونډه بایکاټ کړي، که چیرته روسیي ځواکونه په اکراین کې مداخله کوي.
له جدول سره سم ټاکل شوې ده چې، د اتو سترو صنعتي هېوادو یا جي اته غونډه د جون په میاشت کې وشي.
دغه امریکایي چارواکي چې د نوم نه اخیستو په شرط خبرې کولې څرګنده کړه، چې د اوباما اداره پر دې غور کوي چې؛ له روسیې سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر سر خبرو ته دوام ورکړي که ورنه کړي.
پرون د اکراین نوي حکومت روسي ځواکونه تورن کړل چې؛ په غیرقانوني ډول یې په کریمیا کې پوځي عملیات کړي او دوه هوایي ډګرونه یې نیولې دي.