د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د پاته کېدو لږه تلوسه


ورځپاڼې په دې لړ کې د ښاغلي راسموسين خبره راخيستې چې ويلي يې دي، پرېږده چې په ټينګار سره ووايم چې موږ له افغانستانه د ټولو ځواکونو اېستل يوه غوره انتخاب نه ګڼو.

د امريکايي نيويارک ټايمز ورځپاڼې په رپورټ کې راغلي، په بروکسلز کې د ناټو هېوادونو د دفاعي چارواکو د چارشنبې ورځې له غونډې داسې برېښېده چې ګنې امريکا او ملګري هېوادونه يې غواړي له افغانستانه د سږ کال تر پای د خپلو ځواکونو په وېستلو کې بيړه وکړي.


په رپورټ کې د امريکايي ولسمشر براک اوباما د تېرې سه شنبې ورځې د خبرو يادونه شوې چې ويلي يې ول، د دې لپاره چې افغان ولسمشر له امريکا سره امنيتي تړون نه لاس ليک کوي، پينټاګون ته يې امر کړی چې له دغه هېواده د ټولو امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره پلان ترتيب کړي.

د ناټو جنرل سېکرتر اندری فوغ راسموسين هم په بروکسل کې وويل چې په افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته د دغه سازمان د ځواکونو پاتې کېدلو مساله د دې هېواد او امريکا تر مينځ د ياد تړون د لاس ليک کېدو يا نه کېدو له موضوع سره تړلې ده.

د ورځپاڼې راپور زياتوي، له افغانستانه د روان کال په پای کې د ټولو بهرنيو ځواکونو د وېستلو په اړه د غربي چارواکو د دې سختو بيانونو هدف په اصل کې په دغه هېواد کې د دوی د خوښې د پلانونو عملي کېدو ته لار هوارول دي.

ورځپاڼې په دې لړ کې د ښاغلي راسموسين خبره راخيستې چې ويلي يې دي، پرېږده چې په ټينګار سره ووايم چې موږ له افغانستانه د ټولو ځواکونو اېستل يوه غوره انتخاب نه ګڼو.

راپور زياتوي، امريکا او د غرب ملګري هېوادونه يې نه غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو قربانۍ او لګول شوي بيلينونه ډالر په اوبو لاهو کړي.
پوځي کمانډران او پاليسي جوړونکي په عين حال کې وايي، له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو وېستل به طالب وسله والو ته لار هواره کړي چې د دې هېواد ځينې برخې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د امريکا دفاع وزارت يوې پخوانۍ مامورې مېشل فلورنای نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي، که له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه واېستل شي او نړيواله ټولنه خپلې مرستې پرې بندې کړي، دا احتمال موجود دی چې افغان حکومت سکوت وکړي، په افغانستان کې ترهګرې ډلې مضبوطې او د امريکا ضد ايجنډا يې قوي شي.

نوموړې پوښتنه کړې چې آيا د دې دومره قربانيو او په ترڅ کې يې د شوي پرمختګ باوجود موږ کولای شو افغانستان د ترورستانو يوه پناه ځای جوړېدو ته پرېږدو؟

راپور کاږي، يو زيات شمېر افغان چارواکي او د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو يوولس واړه کانديدان غواړي چې امريکايي ځواکونه له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې حضور ولري.

د افغانستان په پارليمان کې د نړيوالو اړيکو د کمېټې مشر آريان يون ورځپاڼې ته ويلي، زه فکر کوم ولسمشر اوباما به د ټولو ځواکونو د اېستلو خبره عملي نه کړي.

نوموړي زياته کړې، امريکايان بايد پوه وي چې که په افغانستان کې يې يو محدود شمېر ځواکونه پرې نه ښودل، دغه هېواد به د کورنۍ جګړې کندې ته ولويږي.
XS
SM
MD
LG