د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ترهګر به غاښ ماتوونکی غبرګون وویني'


د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار

د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي، که د پاکستان په هره برخه کې ترهګران ترهګري کوي، خوله ماتوونکى ځواب به وویني.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي، که د پاکستان په هره برخه کې ترهګران ترهګري کوي، خوله ماتوونکى ځواب به وویني.


نوموړي دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي، چې د سېشنبې پر ورځ د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف د خپلې کابينې له غړيو سره د کتنې پر مهال پرېکړه کړې وه، ، چې له وسله والو طالبانو سره به د سولې خبرې اترې او عمليات دواړه هممهاله روان وي.

چودري نثار علي خان، چې د چارشنبې پر ورځ يې د پاکستان پارلمان ته وينا کوله، همداراز وويل، په شمالي او جنوبي وزيرستان کې يې تر هغه وروسته هوايي بريدونه وکړل، چې وسله والو طالبانو په کراچۍ کې پر پوليسو خونړى بريد وکړ او همداراز يې هغه ٢٣ برمته شوي پاکستاني سرتېري ووژل، چې په ٢٠١٠م کال کې يې تښتولي ول او په خبره يې، په پاکستان کې تر وروستيو ترهګرو پېښو وروسته وزیر اعظم نواز شريف امر وکړ، چې اوس دې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو ترهګرو پر ضد هدفي هوايي بريدونه وشي:

"چې کله له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې پېل شوې او ورسره ترهګر بريدونه هم زيات شول، نو وزیر اعظم نواز شريف ددې ټول وضعې څارنه په خپله کوله او د امن خبرو لپاره یوه جرګګۍ هم ټاکلې وه. نو کله چې ترهګر بريدونه زيات شول، نوموي وويل ، چې نور بس دى! مذاکرات او بريدونه دواړه يوځاى نشي چلېداى، موږ د خپلو سرتېرو پر وژنو چوپ نشو پاته کېداى."

چودري نثار همداراز زياته کړه، چې د دوى حکومت له وسله والو طالبانو سره په ښه نيت د سولې خبرې اترې پيل کړې، خو هغوى ورته مثبت ځواب ورنه کړ.

نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې رويټرز خبري اژانس د پاکستان د پوځ د يوه لوړ رتبه پوځي چارواکي، چې نوم يې نه دى اخيستى، په حواله ليکلي دي، چې که چېرې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې ناکامې شي، نو پوځ په شمالي وزيرستان او د دې په هره هغه سيمه کې عملياتو ته چمتو دى، چې ترهګر پکې مېشت دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې د دې هېواد د حکومت او د وسله والو پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې، چې شاوخوا ٢٠ ورځې روانې وې، دا مهال په ټپه درېدلي دي او دواړه لوريو يې لا د برخليک په اړه څه نه دي ويلي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG