د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که تړون نه کېږي، امریکا خپل ټول عسکر راټولوي'


د امریکا ولسمشر براک اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي سره روغبړ کوي
د امریکا ولسمشر براک اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي سره روغبړ کوي

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر براک اوباما و افغان ولسمشر حامد کرزي ته په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، پنټاګون ته یې امر کړی چې د سږني کال تر پایه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو پلان ترتیب کړي.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر براک اوباما و افغان ولسمشر حامد کرزي ته په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، پنټاګون ته یې امر کړی چې د سږني کال تر پایه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو پلان ترتیب کړي.


د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني په واشنګټن کې خبري کنفرانس ته وویل:

"ولسمشراوباما پنتاګون ته امر کړی چې د هغه انتخاب لپاره تیاری ونیسي چې له مخې یې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې هېڅ یو پوځي نه پاتې کیږي.

خو موږ بیا هم د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیک کیدو په صورت کې که هغه اوس کیږي یا د سږني کال په وروستیو کې، له ۲۰۱۴ کال وروسته د پوځي حضور امکان خلاص پریږدو."

سپینه ماڼۍ دغه راز وایي، هرڅومره چې دغه تړون ځنډیږي هغومره به له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکا ماموریت کوچنی او اهداف به یې هم محدودېږي.

سپینې ماڼۍ په خپاره کړي بیان کې ویلي چې اوباما دا منلې چې کرزی په خپله دغه دوه اړخیز امنیتي تړون نه لاسلیک کوي او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضورد دوام په اړه پریکړه د حمل د میاشتې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکي ته چې د هغه ځای به نیسي، پرېږدي.

دا له تېرې جون میاشتې راپدیخوا چې سپینې ماڼۍ د امنیتي تړون د لاسلیک د ردولو په خاطر پرافغان ولسمشر مایوسه شوې وه، لومړی ځل دی چې اوباما او کرزی په ټیلیفون مستقیمې خبرې کوي.

دواړو ولسمشرانو دغه راز د حمل د میاشتې د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مسالې هم خبرې وکړې. اوباما یو ځل بیا په افغانستان کې د قدرت د انتقال د پروسې ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې متحده ایالات غواړي چې دغه انتخابات په شفاف او باوري توګه ترسره شي او واشنګټن د هیڅ یوه مشخص کاندید ملاتړ نه کوی بلکه دا په خپله افغانانان دي چې خپل راتلونکی ولسمشر به ټاکي.

اوباما دغه راز ویلي، چې امریکایي ځواکونه به له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه هڅه وکړي چې دغه انتخابات د امن په فضا کې ترسره شي.

په اوس وخت کې شاوخوا ۳۴ زره امریکایي عسکر په افغانستان کې شتوالی لري.


د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د اوباما دغه امر دې ته په پام سره چې نه ښکاري کرزی دغه تړون لاسلیک کړي، یو پر ځای او معقول اقدام بللی دی.

هغه وویل، پنتاګون دغه راز پرهغو پلانونو هم کارته دوام ورکوي چې د روان کال تر ختمیدو وروسته په افغانستان کې د امریکا پر احمتالي ماموریت تمرکز کوي. دغه ماموریت به د تروریزم په وړاندې جګړې او د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې متمرکز وي.

د راپور له مخې پنتاګون په افغانستان کې پر څو انتخابونو غور کاوه خو تر اوسه پورې پوځ له دې هېواده د ټولو ځواکونو د وتلو په پلان عملا کارنه وکړي.

د پنټاګون د مطبوعاتي دفتر مسول وویل، اوس به موږ پر دغه پلان کار کوو.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارټین ډمپسي چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته لاړشي او له امریکایي پوځي قومندانانو سره وګوري او د هېواد امنیتي وضعیت وڅیړي، وویل، دی دا غوره بولي چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې وساتي ځکه القاعده تر اوسه یوګواښ دی خو زیاتوي چې د هغه څه په نسبت چې موږ یې په اوس وخت کې سپارښتنه کوو زموږدغه انتخاب محدودیږي.

د اوباما ادارې په افغانستان کې د روان کال ترپای ته رسیدو وروسته د شاوخوا لس زره امریکایي عکسرو پرپاتې کیدو غورکاوه خو د دغو عسکرو حضورپه امنیتي تړون پوری تړلی دی.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس په وینا هر څومره چې د امریکایي عسکرو د ایستلو په اړه پریکړه ځنډیږي هغومره به امریکاته ګرانه او خطرناکه وي چې له افغانستانه خپل پوځونه او وسایل وباسي.

د راپورله مخې ښایي امریکا د وتلو لپاره د ارزانه لارو پرځای هوایي انتقالاتو ته مخه کړي چه هغه به ورته ډیره قیمته تمامه شي.

که د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نشي د پنتاګون په وړاندې لوی چلنج به د بګرام او کندهار د هوایي اډوپه ګډون په افغانستان کې د خپلو لویو پوځي اډو بندول وي.

د یوې لویې پوځي اډې بندول شاوخوا لس میاشتې وخت نیسي خوپوځي چارواکو ویلي چې د اړتیا په صورت کې دوی دغه کار په لنډوخت کې هم کولای شي چې هغه به ډیرګران وي.

چارواکو د شپږو میاشتو خبره کړې ده خو که د روان کال تردوبي پورې امنیتي تړون لاسلیک نشي د روان کال ترپایه به د پوځي اډو بندول ستونزمن وي.
XS
SM
MD
LG