د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که طالبان ولسي غونډه راوبولي هېڅوک به یې خبره وانه وري"


د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند مرکزي سیکرېټري جنرل اقبال ظفر جګړه وايي، چې د حکومت د سنجيده ګامونو له وجې اوس د طالبانو سیاسي قد لوړ نه بلکې کم شوی دی.


په تېره يوه لسيزه کې په قبايلي سيمو او خېبر پښتونخوا کې په خصوصي توګه او په ټول پاکستان کې په عمومي توګه د پاکستاني طالبانو لخوا تر سره شوي بريدونو، بمي چاؤدنو او د تشدد په پېښو کې د یوې اندازې له مخې د امنیتي سرتېرو په ګډون تر ۴۰ زرو زیات ولسي وګړي وژل شوي او دغه بريدونه اوس هم دوام لري خو بیا هم له وسله والو طالبانو سره په مرکز کې د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند لخوا د خبرو اترو د بیا بیا تکرار له وجې په پاکستان دننه او بهر دا يو تاثر زور مومي چې د وسله والو طالبانو سیاسي قد نور هم زیاتيږي.


د پاکستان سپریم کورټ بار پخوانۍ مشره عاصمه جهانګير وايي چې د دغه تاثر لويه وجه د حکومت لخوا معذرت لرونکې رويه ده.

"چې په کوم انداز دا خبرې کېږي، او دا يو تاثر ورکړل کېږی چې ګنې طالبان مظلومان دي او د پاکستان ریاست ورسره ګوندې ښه ډېر زیاتی کړی دی، دا طريقه غلطه ده – د دې له وجې د هغوی قد لوړېږي، او بله په پاکستان کې د عمران خان تحريک انصاف ګوند په شمول د مذهبي او دودخوښو ګوندونو لخوا د دوی له حمایت کولو سره هم هغوی پیاوړي شوي دي، خو ملتپالو او سیکولر سیاسي ګوندونه د خپل دريځ له وجې د طالبانو په اړه په ټولنه کې د روايتخوښو او مذهبي ګوندونو دريځ منتشر کړی دی"

په اسلام آباد کې خبر یال اود سیاسی چارو کار پوه حامد مير وايي چې له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې نړۍوال او سيمه ايز قوتونه هم کوي او د پاکستان حکومت هم په هېواد کې د امن راوستو په موخه د خبرو اترو لاره کارول غواړي.

"په پاکستان کې د وسله والو طالبانو سیاسي حیثيت هډو شته نه--- خبرې اترې ورسره ځکه کېږي چې هغوی په قبايلي سيمو کې پټ دي، او په هغو سيمو کې د حکومت واک نشته، موږ د خپلو تګلارو له وجې دې حالت ته را رسيدلي يو ، په دغو طالبانو کې څه بې لارې خلک دي څه هغه دي چې مرور شوي دي، او څه داسي دی چی د پاکستان د دښمنانو له پاره کار کوي ، او که طالبان سبا وغواړي چې د پاکستان د کوم ښار په يو چوک کې موږ يوه غونډه کول غواړو او ولس ته ووايي چې زموږ خبره واؤری ، نو زما په خيال هېڅوک به هم د هغوی خبرو ته غوږ کېنږدي''

د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند مرکزي سیکرېټري جنرل اقبال ظفر جګړه وايي، چې د حکومت د سنجيده ګامونو له وجې اوس د طالبانو سیاسي قد لوړ نه بلکې کم شوی دی.

"زموږ د تګلاري له وجې د طالبانو سیاسي حمايت نور هم کم شوی دی او هغه سیاسي او مذهبي ګوندونه چې د دوی حمایت به یې کولو هغوی هم اوس محتاط دي، زموږ د ګوند لومړیتوب د پاکستاني ولس حفاظت دی موږ اوس هم خبرو اترو ه تیار يو خو د ریاست واکمني به هم پیاوړي کوو"

عاصمه جهانګير وايي چې د ولس د ځان او مال د حفاظت ذمه واري یوازې د حکومت نه وي بلکې د مذهبي او سیاسي ګوندونو هم وي ، او د پاکستان ټولو سیاسی ګوندونو ته پکار ده چې د طالبانو په اړه څرګنده دريځ ولري.
XS
SM
MD
LG