په کونړ کې د وژلو شوو سرتیرو جسدونه د هغوی کورنۍ ته وسپارل شول
د هغو یوویشتو عسکرو جسدونه چې وړمه شپه د کونړ ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا وژل شوی وو. د کابل په څلورسوه بستر روغتون کې د دوی خپلوانو ته وسپارل شول. د دې لپاره په یاد روغتون کې یومحفل هم تنظیم شوی چې؛ د دفاع او کورنیو وزیرانو او یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو په کې ګډون کړی.