د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوریا کې وژل شوی د القاعده مشر کمندان ابو خالد السوري


ابو خالد السوري چې د سلفي ياغيانو د ډلې اشرار الشمس کمانډر و، د القاعده له پخواني مشر اسامه بن لادن سره يو ځای جنګېدلی و او د دې ډلې اوسني مشر ايمن الظواهري ته نيږدې تن و.

برېتانوۍ ګارډين ورځپاڼې ليکلي، د ابو خالد السوري په نوم په شام کې د ياغيانو يو قوماندان د تېر اتوار پر ورځ د ياد هېواد په اليپو ښار کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.


نوموړی، چې د سلفي ياغيانو د ډلې اشرار الشمس کمانډر و، د القاعده له پخواني مشر اسامه بن لادن سره يو ځای جنګېدلی و او د دې ډلې اوسني مشر ايمن الظواهري ته نيږدې تن و.

ليکنه زياتوي، د السوري وژنه به په شام کې د اسلامي ياغي ډلو تر مينځ روانه جګړه نوره هم سخته کړي.

په شام کې د بشري حقونو د څار يوه ډله وايي، پر نوموړي بريد له القاعده څخه جلا شوې د عراق د اسلامي امارت په نوم يوې ډلې کړی دی، او دا چې السوري په عراق او افغانستان دواړو هېوادونو کې د امريکايانو پر ضد جنګېدلی دی.

ورځپاڼې د يوه شامي ياغي تن خبره راخيستې چې ويلي يې دي، د السوري په وژلو سره د عراق اسلامي امارت ډلې امريکا ته يوه تحفه ورکړه.

د السوري ملګرو ياغيانو بيا پر ټولنيزه ميډيا د نوموړي انځورونه خپاره کړي او د هغه د وژنې غندنه يې کړې ده. دې ياغيانو په دې وويلو سره چې د عراق اسلامي امارت له حده تجاوز کړی دی، د السوري د غچ اخېستلو خبرداری ورکړی دی.

د عراق اسلامي امارت په نوم د اسلامي ياغيانو دغه ډله وړه، خو په سيمه کې يوه طاقتوره ډله ګڼل کيږي، چې د شام په ګاونډي هېواد عراق کې د سني سخت دريځه مسلمانانو له مينځه جوړه شوې ده.

اشرار الشمس ډلې ته نيږدې سرچينې وايي چې وژل شوی قوماندان ابو خالد السوري په شام کې د ياغي ډلو تر مينځ د روانې جګړې مخالف و. د القاعده مشر ايمن الظواهري تېر کال نوموړي ته دنده سپارلې وه چې له خپل نفوذ څخه په استفادې د جهادي ډلو تر منيځ جګړه پای ته ورسوي.
XS
SM
MD
LG