د لاسرسي ځای

تازه خبر

مهم طالب کمندان عصمت الله بېټڼی ووژل شو


عصمت الله شاهین بېټڼی
عصمت الله شاهین بېټڼی

د پاکستانیو طالبانو لوړپوړی مشر عصمت الله شاهین بېټڼی نن په شمالي وزیرستان کې له خپلو دوو ساتونکو سره یو څای ووژل شو.


استخباراتي چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې عصمت الله شاهین بېټڼی، د هغه ډرایور او دوه ساتونکي نن غرمه هغه مهال ووژل شول چې د میرانشاه په درګه منډۍ سیمه کې نامالومو وسله والو پرې ډزې وکړې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

عصمت الله شاهین بېټڼی د تحریک طالبان پاکستان د شورا پخوانی مشر وو.


په کراچۍ کې د سي ای ډي پوليس چارواکي وايي، چې په اورنګي تاؤن سيمه کې یې د پنجابي طالبانو یو مهم کمندان سعیدالزمان نيولی دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د سي ای ډي پوليسو اېس پي فاروق اعوان وویل، چې کمانډر سعيدالزمان چې د عزېر په نامه هم پيژندل کیدو، له هغه یې وسله او باروت هم نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ياد کمانډر به په کراچۍ کې له خلکو کلنګونه غونډول او په وزيرستان کي به يې پاکستاني طالبانو ته ليږل.

تر دا مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي
XS
SM
MD
LG