د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ملي اردو پر سرتیرو باندې د تیرې شپې تروریستي برید چې نولس سرتیري پکې ووژل شول او شپږ نور ترۍ تم شول په کلکه غندلی او د وژل شویو سرتیرو میړانه یې ستایلې ده.
د افغانستان د ملي اردو په پوستو باندې دغه برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د دولت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو چې د پاکستان ۲۳ تنه عسکر د پاکستاني طالبانو لخوا وژل شوي دي.
ولسمشر حامدکرزي څرګنده کړه چې د ډیورند د کرښې دواړو خواو ته پر ملکي او غیر ملکي وګړو باندې د دا ډول تروریستي بریدونو ترسره کېدل د دواړو هېوادونو لپاره د ډیرې خواشینۍ او جدي غور وړ پیښې دي.
ښاغلی کرزی یو ځل بیا د پاکستان پر دولت غږ کوي چې تروریزم دواړو هېوادونو ته یو ستر او جدي ګواښ دی او له نوموړي هېواد څخه غواړي چې له تروریزم سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان له دولت سره په پیاوړې اراده جدي او واقعي همکاري وکړي او د تروریزم د ځالو په له منځه وړلوکې په جدي اقداماتو لاس پورې کړي.
د افغانستان ولسمشر د افغان وژل شویو سرتیرو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له دربار څخه ورته د جمیل صبر هیله کوي.
حامدکرزي د ملي دفاع وزیر ته لارښوونه کړې ده چې د دغې پیښې د رامنځته کېدو په اړه تحقیقات وکړي.
خبرپاڼه لیکي : افغان ولسمشر د دغې غمجنې پیښې پر رامنځته کېدو باندې په ژوره توګه خواشینی شوی او له همدې امله یې د سریلانکا هېواد ته خپل نننی رسمي سفر خڼډولی دی.