د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې دافغانستان او پاکستان دشریک اقتصادي کمیشن غونډه


فایل فوټو
فایل فوټو
پاکستان او افغانستان په ګډه په ورپیښو کشالو د قابو موندولو لپاره رضا مندي ښکاره کړې ده.

د پاکستان سرکاري راډیو داتوار په ورځ په خپله ویب پاڼه خبر خپور کړی چې دغه څرګندونې د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار او افغان ولسمشر حامد کرزي پرون په ارګ کې د ملاقات پر مهال کړي دي.

د افغانستان د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر اعلامیه چې د خالي په ورځ خپره شوې ، ورکې راغلي چې په دغه موقع د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویناوه چې افغانستان او پاکستان بايد خپلې شریکې ګټې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې ولټوي.

دا په داسي حال کې ده چې داتوار په ورځ په کابل کې د پاکستان او افغانستان د شریک اقتصادي کمیشن غونډه کیږي.
XS
SM
MD
LG