هنګو: د پاکستان پوځ دعوه کړې چې نن يې د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د هيلي کاپټرو له لارې پر وسله والو هوايي بريدونه کړي او شپږ يې وژلي دي.
ځايي خلکو مشال راډيو ته د پوځي هيلي کاپټرو د بریدونو پخلی کړی دی خو د وژل شوو کسانو په اړه معلومات نه لري.
دوی وايي د درسمندو په سيمه کې شوې دې بريد کې دوه ښځې زخمي شوي دي. وسله والو طالبانو په دې اړه لا تر اوسه څه نه دي ويلي.

-
طارق اورکزی
طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.