فارن پالیسي مجله ليکي چې داسې ښکاري د پاکستان لخوا له طالبانو سره د مذاکراتو هڅې په تېره اوونۍ کې له هغه وروسته د ځنډ ښکار شوی کله چې له طالبانو سره تړلې یوې ډلې د ملېشا ځواکونو د ۲۳ سرتېرو د وژنې دعوی وکړه.
مجله لیکي په ظاهري ډول د ځنډ ښکار خبری اترې د وزیراعظم نواز شریف لپاره یوه ښه خبره نه ده چې حکومت ېې له میاشتو راهیسې له تحریک طالبان پاکستان سره د مزاکراتو خبره کوي.
خو بیا د مجلې په خبره که دې ته په ژور نظر و کتل شي نو دا واضحه ده چې د سولې د خبرو اترو ځنډېدل د پاکستان او امریکا تر منځ د تعلقاتو لپاره یو ښه خبره ده. خو بیا هم که نواز شریف د پاکستان د آییني چوکاټ سره سم په واضحه مزاکراتي سټریټيژي ټاکلو کې پاتې راشي نو کیدی شي د اسلام آباد او واشنګټن تر منځ د ښه تعلقاتو دوره زر ختمه شي.
فارن پالیسي لیکي د پاکستان او امریکا لخوا د حکمت عملي طور طریقې به هغه وخت و چلیږي که چری اسلام آباد د وسله والو پر ضد د پوځي کاروايي لپاره ولسي ملاتړ راټول کړي. خو له بده مرغه د طالبانو لخوا ټاکل شویو منځګړیو دا ثابته کړی ده چې د پروپګېنډې په مېدان کې هغوي د حکومتي ډلی نه کم نه دي. د طالبانو لخوا په ټاکل شوي ډله کې د اسلام آباد دلال مسجد مولانا عبدالعزیز شامل دی چې په 2007م کې ېې د حکومت ضد یو ناکامه تحریک چلولی و. هغه د وسله کېښودلو بغېر له خبرو اترو سره د نور وخت تر لاسه کولو کوشش کړی دی.
مجله لیکي دا وخت په مزاکراتو کې ځنډ اسلام آباد ته یوه موقع په لاس ورکولی شي چې په پراخه کچه د پوځي کاروايي په کولو سره د رسېدلي نقصان ازاله وکړي. خو بیا اوسني حالات داسې ښيي چې د نواز شریف حکومت د ډذبندي په بدل کې په مزاکراتو کې زیاته دلچسپي لري.