د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مېډیا کې پر پښتني کلتور پسخند او ټوکې


خبریال الطاف الله خان وايي، پښتانه د تهذیب او روایاتو له پلوه په نړۍ کې ځانګړی حیثیت لري او په مېډیا کې په پښتنو پسې په جوړو کیسو کې زیات لاس د پاکستانۍ میډیا دي.

د شال و شملې په دې خپرونه کې دا اونۍ خبرې کوو چې په میډیا کې پښتانه او د هغوی کلتور څه ډول ښودل کیږي.


خبریال الطاف الله خان وايي، پښتانه د تهذیب او روایاتو له پلوه په نړۍ کې ځانګړی حیثیت لري او په مېډیا کې په پښتنو پسې په جوړو کیسو کې زیات لاس د پاکستانۍ میډیا دي.
په مېډیا کې پر پښتني کلتور پسخند او ټوکې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


بلخوا په افغانستان کې د ژوندون ټیلي ویژن مشر اسماعیل یون وايي، له بده مرغه په پاکستان او افغانستان کې که د پښتو لږ ډېر چینلونه شته هم، نو بیا هم د پښتنو حقیقي تصویر نه وړاندې کوي.

په پاکستان کې د اردو او پښتو ډرامو او فلمونو اداکار فردوس جمال وايي، د پاکستان په اکثره ډرامو او فلمونو کې پښتون سړی څوکیدار، درغل او بد ماش ښودل کېږي، په فلمونو کې پښتانه له کلاشنکوف سره ښودل کیږي او پردۍ ښځې د پښتنو په جامه کې رقصوي.

په پیښور کې د ریډیو پاکستان پخوانۍ مشر نثار علي خان وايي، کله هم چې یو قام په بل قام پوري پسخند او ټوکې کوي او د حقیقت برعکس یې وړاندي کوي، مقصد یې دغه قام له مینځه وړل دي.

بلخوا د اردو ژبي ډرامو لیکوال امجد اسلام امجد وايي، په پښتنو پسې جوړې شوې د خندا کیسې او د هغوی روایات او کلتور نړۍ ته سم نه وړاندل کول، د تعلیم یافته خلکو کار نه دی.
XS
SM
MD
LG