د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران له پاکستانه په کلکه د خپلو تښتول شویو سرتیرو د خوشې کولو غوښتنه وکړه


دایران د کورنیو چارو وزیر
دایران د کورنیو چارو وزیر

ایران وايي که چیرته اسلام اباد د ایراني یرغمل شویو سرحدي ځواکونو د خوندي خوشې کولو لپاره اقدامات ونه کړي دوی به ددې سرتیرو په خوشې کولو پسې د پاکستان خاورې ته ځواکونه واستوي .

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي دا خبرداری د ګل په ورځ ورکړی.فضلي دا خبرداری یوه اونۍ وروسته له هغې ورکړي چې د جیش العدل په نوم یوه کمې پیژندلې شوې سني اسلامپالې ډلې په فیسبوک کې د یرغمل شویو ایراني سرحدي ځواکونو عکسونه خپاره کړل .

دوی وايي دا سرتیري یې د ایران د سیستان بلوچستان څخه تښتولې دي .د جیش العدل په نوم دې وسلوالې ډلې د نومبر په میاشت کې د یو ایراني څارنوال د وژنې مسولیت پر غاړه اخیستی و او په تیر اکتوبر کې یې څوارلس ایراني سرتیري وژلي وو .

دپاکستان حکومت تراوسه د ایراني وزیر ددغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون ښکاره کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG