د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: شپږ تنه ماین ښخوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې


له وسلوالو په سلګونو فیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، یوه اندازه باروت او پنځه د ځانمرګي بریدونو تیار شوي واسکټونه د ملي اردو سرتیرو لاس ته ولویدل.

د تېرو څلریشتو ساعتونو په موده کې څو تنو وسلوالو، چې غوښتل يې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د ده نو او الوزیو په سیمه کې د سړک د غاړي ماینونه ځای پر ځای کړي، خپل ماین پرې چاودلې او په کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.


د تندر قول اردو څخه مشال راډیو ته په رسیدلې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نوموړې چاودنې وروسته په یاده سیمه کې د ملي اردو سرتیرو چاڼیز عملیات وکړل، چې د وسلوالو څخه په سلګونو فیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، یوه اندازه باروت او پنځه د ځانمرګي بریدونو تیار شوي واسکټونه د ملي اردو سرتیرو لاس ته ولویدل.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي دي:

((افغان ځانګړو ځواکونو د لومړۍ پلی لوأ منسوبینو په یاده سیمه کې عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې درې میله بم افګن کلاشنکوف، ۴۱۵فیره د سپکو او درنو وسلو ګولۍ، یو پایه د هاوان مسند، پنځه د ځانمرګو واسکټونه، یو صندوق د هاوان ګولۍ، درې صندوقه د پیکا ایم ګولۍ، اته ثوبه پرتلې، څلور کړۍ د بوشکو ماینونه او ۷۰ ګیلوګرامه چاودیدونکي توکي په لاس راوړي دي.
همدارنګه د تندر قول اردو د دویمې پلې لوا جزوتامونو د پکتیکا ولایت د ګیانې ولسوالۍ د مڼې کنډو په سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۰۰ فیره د پیکا ګولۍ او دوه فیره د هاوان ګولۍ په لاس راوړیدي، همداشان د تندر قول اردو منسوبینو د سویل ختیز زون په سیمو کې د عملیاتو په لړ کې ۱۰کړۍ ډول ډول ماینونه کشف او شنډ کړي دي. ))

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې د ملي اردو منسوبینو د سویل ختیز زون په بیلابیلو سیمو کې د ټاکنو د بهیر د امنیت پاره یو شمېر ځانګړي عملیات، کمینونه او د تلاشۍ فعالیتونه ترسره کړي دي.
XS
SM
MD
LG