د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د جګړې ختمولو اووه پړاونه


لومړۍ مرحله دا ده چې د هیواد یا سیمې له جګړې تر ځپل کېدو وروسته ارامي راځي او حالات د مسلې د هواري لپاره جوړېږي.

امریکايي څېړنیزه اداره لیکي، له ننه ۱۲ کاله مخکې دا فکر هم نه کېده چې امریکا به له داسې یوې ډلې سره د جوړ جاړي خبرو ته کښېني چې القاعده وسله والې ډلې ته یې پناه ورکړې وه. خو اوس له وسله والو طالبانو سره خبرې یوه له هغو لارو ده چې امریکا یې د افغانستان جګړې پای ته رسولو لپاره کاروي.


ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۴ز کال تر پایه به امریکا له افغانستانه خپل جنګي پوځیان وباسي.

رانډ په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو لار ته په تاریخي تناظر کې لیدلي دي.

په خپل څېړنیز رپورټ کې رانډ وايي، له ۱۹۴۴ز کاله تر ۲۰۱۰ پورې په نړۍ کې ۷۱ یاغیانه جګړې او شخړې هوارې کړل شوې دي. په دوی کې یوازې ۱۳ د خبرو اترو له لارې ختمې شوې دي.

رپورټ وايي، په دې ۱۳ شخړو کې هره یوه تر ځنډ او خنډ وروسته د هواري پر لوري تللې ده. له ځنډه د مسلې تر هواري عموماً اووه مرحلې راځي.

لومړۍ مرحله دا ده چې د هیواد یا سیمې له جګړې تر ځپل کېدو وروسته ارامي راځي او حالات د مسلې د هواري لپاره جوړېږي.

په دویمه مرحله کې حکومت یاغیان د خبرو اترو د قانوني خوا په توګه قبلوي.

درېیم، په جګړه کې ښکېلې خواوې په اوربند سره سلا کېږي.

څلورم، حکومت او یاغیان لنډ مهالې او رسمي سلا یا توافق نامې ته رسېږي.

په پینځمه مرحله کې حکومت، یاغیانو ته په واک کې د شاملېدو وړاندیز کوي.

شپږم، د یاغیانو مشران منځلاري کېږي او سیاسي پخلاینې ته غاړه ږدي.

او په اوومه مرحله کې یو درېیم ګړی ضمانتي د توافق او د انتقالي مودې په عملي کولو کې مرسته کوي.

څېړنیزه اداره رانډ په خپل رپورټ کې وايي، د نړۍ ۱۳ شخړې چې په خبرو اترو هوارې شوې دي، په هغو کې همدا ذکر شوې مرحلې په ترتیب پر مخ تللې دي.

رپورټ زیاتوي، امریکا هم باید له همدې ډول مرحلو کار واخلي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسي.
XS
SM
MD
LG