د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د طالبانو زیاتېدونکو فعالیتونو د ښار وګړي اندېښمن کړي


د سږ کال په اوږدو کې په کراچۍ کې په اوسط ډول هره ورځ يو پوليس سرتېری وژل شوی دی، چې دې خبرې د اوسېدونکو يې پر مورال بد اغېز کړی دی.

له امريکا خپرېدونکې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په ليکنه کې ويل شوي، د کراچۍ ښار اوسيدونکي، له دې امله چې حکومتي ادارې د دوی په امنيت ساتلو کې ناکامه شوي، فکر کوي چې د خپل امنيت چاره په خپله وکړي.


په ياد ښار کې د زغروال موټرو خرڅلاو زيات شوی او په ځينو نويو جوړو شويو اپارتمنتونو کې داسې ښيښې لګول شوي چې د ټوپک مرمۍ پرې اثر نه کوي.

د سږ کال په اوږدو کې په کراچۍ کې په اوسط ډول هره ورځ يو پوليس سرتېری وژل شوی دی، چې دې خبرې د اوسېدونکو يې پر مورال بد اغېز کړی دی.

د ليکنې له مخې، د کراچۍ امنيتي وضيعت تر دې حده خراب شوی چې حتی دغلته کار کوونکي خبريالان مجبور شوي چې د خپل حفاظت لپاره وسله وګرځوي.

په ليکنه کې ويل شوي، په داسې حال کې چې د پاکستان دغه تر ټولو لوی ښار په دې وروستيو لسيزو کې د جنايي جرمونو او سياسي ترهګرۍ د پېښو ښکار پاتې شو، دا مهال پکې د ځايي طالبانو ياغيتوب وده کړې ده.

ليکنه په پاکستان کې د امن پر موضوعاتو د يوه مطالعاتي او څېړنيز مرکز د شمېرو له مخې وايي چې، ترهګرې ډلې په کراچۍ کې شويو د تېر کال له ترورستي بريدونو څخه د ۹۰ في صد هغو زمه واره دي. د تېرې پنج شنبې پر ورځ هم په کراچۍ کې د پوليسو پر يوه ګاډي شوي بمي بريد کې يو شمېر پوليس سرتيري ووژل شول، چې پړه يې پاکستانيو طالبانو ومنله.

ليکنه زياتوي، پاکستاني طالبان غواړي چې د حکومتي تاسيساتو او اقليتي ډلو پر ضد خپلو ترورستي بريدونو ته دوام ورکړي.
خو په ليکنه کې د څېړنکارانو په حواله ويل شوي، چې طالبانو خپل نفوذ د کراچۍ اطرافي سيمو ته غځولی، او دا چې اوسيدونکي يې په زوره اړ کړل شوي چې له دوی سره مرستې وکړي.

په ليکنه کې په کراچۍ کې د متحده قومي مومنټ، چې د پاکستان له سترو ګوندونو څخه يو دی، د يوه مشر ناصر جمال خبره راخېستل شوې چې ويلي يې دي، که موږ غواړو چې پاکستان وژغورو، د کراچۍ حالات بايد ژر تر ژره سم کړل شي.

ليکنه کاږي، د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په کراچۍ کې د هدفي امنيتي عملياتو پر کولو ټينګار کوي. پر دې سربېره نوموړي تېره مياشت له پاکستاني طالبانو سره د امن خبرې هم پيل کړې.

خو د ليکنې له مخې، کراچۍ، چې د پاکستان د اقتصاد له پلوه د دې هېواد تر ټولو مهم ښار ياديږي، اوسيدونکي يې خپل امنيت ته خورا زيات اندېښمن دي.
XS
SM
MD
LG