د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرزي حکومت د طالبانو سره د روغې هڅې کړي دي



د ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې د ليکنې په پيل کې ليکوال پوښتنه کړې چې د افغان ولسمشر د وياند دا دعوه چې افغان حکومت په دې وروستيو کې د دغه هېواد له وسله والو مخالفينو سره خبرې کړې دي، او دا چې کاميابې شوې هم دي، څومره ريښتيا ده؟

په ليکنه کې د امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز د يوه راپور يادونه شوې چې پکې ويل شوي ول، له افغان طالب مشرانو څخه ځينو يې د تېر کال په نومبر مياشت کې، لږې ورځې مخکې له هغه چې ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره پر امنيتي تړون د خبرو لپاره لويه جرګه راوغوښته، له افغان حکومت سره رابطې کړې وې.

د نيويارک ټايمز له راپور سره سم، دغو خبرو، چې ولسمشر کرزي جدي نيولې وې، کومه مثبته نتيجه ور نه کړه، او ښايي په ترڅ کې يې د طالبانو لخوا هڅه وشوه چې امنيتي تړون لاس ليک نه شي.

د افغانستان د سولې عالي شوری يو غړي، چې نوم يې نه دی څرګند شوی، ويلي چې د افغان طالبانو يو پلاوی د دې لپاره له دوحې څخه دوبۍ ښار ته ورغلو چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، خو په خبره يې چې دغه عمل کومه نتيجه ور نه کړه.

د يادې شوری وياند البته د دې راپورونو ترديد وکړ او ويې ويل چې يوازې د سولې عالي شوری ده چې له وسله والو مخالفانو سره د خبرو کولو صلاحيت لري.

د افغان طالبانو يو استازي هم له امريکا غږ سره په خبرو کې وويل چې د دوی او د افغان حکومت تر مينځ د تماسونو او خبرو راپورونه درست نه دي.

د ايکسپريس ټرېبيون په ليکنه کې ويل شوي، دا ډېره روښانه ده چې پرته د امن له خبرو اترو، په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پيلېدو مخه نه شي نيول کېدای.

د ليکنې له مخې، په دې وروستيو کې د پاکستان او هند د مدني سازمانونو د استازو په يوه غونډه کې هم پر دې خبره موافقه وشوه چې يوازې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو لړۍ کولای شي د روان کال په پای کې له افغانستانه د آيساف ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد د کورنۍ شخړو کندې ته له لوېدو وژغوري.

ليکنه کاږي، له دوبۍ څخه يو بل راوتلی خبر چې وايي، د افغان طالبانو د مشر ملا عمر يو نيږدې خپلوان او په يوه وخت کې نوموړي ته نيږدې تن آغا جان معتصم، د شلو تنو پخوانيو طالبانو يوه شورا جوړه کړې چې د ولسمشر کرزي له ادارې او همداراز نورو افغان ښکېلو خواو سره خبرې وکړي، يو ښه خبر دی.

د ليکنې په پای کې ويل شوي، په اوس وخت کې په افغانستان کې د روغې جوړې د خبرو بريالي کېدل يوه له حقيقته لرې خبره ده. په دغه لړ کې بدلون هغه وخت مخې ته راتلای شي چې افغانان د ولسمشرۍ د راتلونکيو انتخاباتو په نتيجه کې ځانته يو نوی ولسمشر وټاکي.
XS
SM
MD
LG