د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې په خوشال خان خټک ایکسپریس برید ، درې کسان مړه


پخوانی انځور
پخوانی انځور


د پاکستان دسیند صوبې په کشمور ضلع کې د اورګاډي په پاټلۍ ترسره شوې چاودنې درې کسان وژلي دي . د اورګاډو د محکمې یو چارواکي خالد خورشید مشال راډیو ته وویل : په چاودنه کې د کراچۍ نه پېښور ته تلونکی خوشال خان خټک ایکسپریس په نښه شوی دی .

د هغه په خبره ، چاودنه په پاټلۍ د ځای په ځای شویو چاودیدونکو توکو له چولو څخه رامنځته شوې او دچاودنې څخه د اورګاډي درې ډبې هم له پاټلۍ څخه خوئیدلي دي .

یاده دې وي چې نږدې یوه میاشت مخکې هم په خوشال خان خټک ایکسپریس د پنجاب په راجن پور کې حمله شوې وه چې په ترڅ کې یې درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG