د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: طالب وسله وال پر یو کور ورختلي نهه تنه یې وژلي


د بډه بېرې ماشوخېل سیمه کې د وسله والو برید کې نهه تنه ووژل شول
د بډه بېرې ماشوخېل سیمه کې د وسله والو برید کې نهه تنه ووژل شول

اېس اېس پي نجیب زیاته کړه چې په دې سیمه کې ګڼې وسله والې ډلې دي چې له تحریک طالبان پاکستان سره تړلي دي. او په دوی کې یوې ډلې دغه حمله کړې ده.

د خيبر پښتونخوا په بډه بېره کې امنيتي چارواکي وايي، چې وسله والو د امن لښکر د يوه ځايي مشر پر کور بريد کړى، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه نهه ٩ کسان ووژل.


د پېښور پولیس یو مشر اېس اېس پي نجیب د مشال راډيو خبریال شبیر جان ته وویل چې نن ګهیځ(سهار) پېښور ته جوخت د قبایلي سیمې خېبر اېجنسۍ پر پوله پرته د بډه بېر ماشوخېل سیمه کې ۲۵ تنه وسله والو د امن لښکر د مشر اسرارالله پر کور بريد کړى، چې د اسرار الله او د هغه د څلورو زامنو په ګډون يې نهه کسان پکې ووژل.

دوى وايي، وسله والو لومړى د امن لښکر د مشر پر هوجرې لاسي بمونه وغورځول او بيا د هغه کور ته ننوتل او په کور کې موجود ټول سړي يې بهر رواېستل او ویې وژل.

اېس اېس پي نجیب زیاته کړه چې په دې سیمه کې ګڼې وسله والې ډلې دي چې له تحریک طالبان پاکستان سره تړلي دي. او په دوی کې یوې ډلې دغه حمله کړې ده.

بلخوا د بډه بېرې تاڼې یو پولیس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل، چې څو ورځې وړاندې د ماشوخېل سیمه کې د پولیس له لوري د لښکر اسلام ډلې یو غړی وژل شوی وو نو د هغې په غبرګون کې وسله والو د پولیس چارواکي پر کور په برید کې د هغه د کورنۍ نهه تنه ووژل.

بلخوا د پلټونکي پولیس مشر مسود خلیل مشال راډيو ته وویل،"تر پېښې وروسته پوليسو ټوله سیمه په خپله ولکه کې اخیستې او پلټنې روانې دي، ډېر زر به هر څه په ډاګه شي.."

بډه بېره د پېښور په جنوب کې د پېښور_ کوهاټ پر لويه لار پرته سيمه ده، چې د خيبر ايجنسۍ له قبايلي سيمې او د ادم خان درې له نيمه قبايلي سيمې سره اوږده پوله لري او وخت ناوخته پکې د وسله والو او ځايي امن لښکر د غړيو ترمنځ نښتې کېږي.

په بډه بېره کې د امن لښکر د مشر پر کور دا بريد په داسې وخت کې شوى، چې د سه شنبې په ورځ د پېښور د باچا خان چوک په شمعې سينما کې هم نامعلومو وسله والو بمي بريد کړى و، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ١٣ کسان مړه او ٢٥ ټپيان شوي وو.

د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور او ددې ښار په اړوندو سيمو کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې په ترورېستي بريدونو او بمي چاودنو کې ډېر والى راغلى ، چې په د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پيل شوي او د طالبانو د استازيو په وينا، تر دې دمه لا د دواړو غاړو ترمنځ خبرې اترې ښې روانې دي او هيله مند دي، چې ښې نتيجې به ولري.

د راپورونو له مخې، د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف د سېشنبې پر ورځ له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د ټاکل شوې کمېټې له غړيو سره په ليدنه کې ويلي، چې د مذاکراتو د کاميابولو لپاره دې وسله وال طالبان په پاکستان په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې خپل بريدونه بند کړي.


د ذبیح شفق او شبیر جان راپور
XS
SM
MD
LG