د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور شمع سینیما کې چاودنو ۱۱ کسان ووژل او ۱۷ ژوبل


د پېښور شمع سینیما کې چاودنو ۱۱ کسان ووژل او ۱۷ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:46 0:00

د پېښور شمع سینیما کې چاودنو ۱۱ کسان ووژل او ۱۷ ژوبل

پوليس چارواکو ویلي چې درې لاسي بمونه سېنما هال ته دننه ورغورځول شوي وو چې درنه مرګ ژوبله يې واړول.

نن د پېښور په شمع سېنما کې په بمي چاودنو کې۱۱کسان وژل شوي او تر ۱۷ زيات ژوبل شوي دي.


پوليس چارواکو ویلي چې درې لاسي بمونه سېنما هال ته دننه ورغورځول شوي وو چې درنه مرګ ژوبله يې واړول.

د مرګ ژوبلې په اړه د ليډي ريډنګ هسپتال چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې دوی ته په پېښه کې ۱۰ وژل شوي او ۲۵ زخمي شوي کسان وروړل شوي وو چې تر تداوي وروسته يې ۷ کسان فارغ کړي دي. او یوه بل ساه ورکړه.

پوليس چارواکو د پيښې سيمه په ولکه کې اخستې ده. تر دې دمه د پېښې پړه په غاړه نه ده اخستې.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې پر دویمه نېټه په پېښور په پیکچر هاؤس سنیما کې د دوو بمي چاودنو په نتیجه کې شپږ تنه وژل شوي ول او تر ۳۰ زیات ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG