د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او امریکا ستراتیژیک ملګري نه دي


د امریکا ولسمشر براک اوباما او د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف
د امریکا ولسمشر براک اوباما او د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف

دې اېکسپرېس ټريبيون ليکنه زياتوي، هغه هېوادونه چې ملګري ګڼل کيږي، بايد يو شان حکومتي نظامونه، د خلکو يې تر مينځ نيږدې اړيکې او ګډ کلتوري ارزښتونه ولري.

له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (دې اېکسپرېس ټريبيون) په يوه ليکنه کې راغلي، هغه څوک چې فکر کوي امريکا او پاکستان ستراتيژيک ملګري هېوادونه دي، په يوه خيالي دنيا کې اوسيږي.


ليکنه زياتوي، هغه هېوادونه چې ملګري ګڼل کيږي، بايد يو شان حکومتي نظامونه، د خلکو يې تر مينځ نيږدې اړيکې او ګډ کلتوري ارزښتونه ولري.

دغه ملکونه بايد تر دا مينځ پر داسې اساسي اصولو سره موافق وي چې په ترڅ کې يې د دوی د ملي امنيت د خونديتوب ضمانت ورکړل شوای وي.

د ليکنې له مخې، د امريکا او پاکستان په اړيکو کې بنيادي ستونزه دا ده چې دواړه هېوادونه پر يوه او بل باور نه لري.

په ليکنه کې د هغه ګډې اعلاميې يادونه شوې چې د پاکستان د وزيراعظم نواز شريف او د امريکا د ولسمشر براک اوباما تر مينځ تېر کال په واشنګټن کې تر ملاقات وروسته خپره شوه.

که څه هم په اعلاميه کې وويل شول چې دواړه هېوادونه پر جمهوري اقدارو يقين ساتي، خو کتونکي پوهيږي چې پاکستان د بنيادي بشري حقونو، د بيان د ازادۍ او د اقليتونو د حقونو په معاملو کې د نړۍ د هېوادونو او ادارو له نيوکو سره مخامخ پاتې شوی دی.

ليکنه کاږي، پاکستان بايد هرو مرو پر خپله خاوره د ترهګرۍ د مسالې يوه حل راوباسي.

ليکنه د امريکا او پاکستان تر مينځ شويو ورستيو ستراتيژيک خبرو ته په اشارې وايي چې له دغو مذاکراتو څخه د واشنګټن هدف يوازې او يوازې د راتلونکي لپاره د پاکستانې حکومت د موخو او پلانونو يوه جاج اخيستل وو.

ليکنه زياتوي، که څه هم د ملي امنيت په چارو کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز د امريکا له حکومته وغوښتل چې له پاکستان سره په اړيکو کې د امنيتي مسالو تر څنګ نورو مهمو موضوعاتو ته هم پاملرنه وکړي، خو د ليکنې له مخې، د يادو دواړو هېوادونو تر مينځ پر شويو وروستيو ستراتيژيکو خبرو بيا هم امنيتي مسايلو سيوری غوړولی و.

د ليکنې په پای کې راغلي، د هر هېواد په څېر، امريکا تر بل هر څه ډېر خپل ملي امنيت ته لومړيتوب ورکوي. پاکستان داسې کارونه کړي چې د امريکا له دغې پالېسۍ سره په ټکر کې دي، او ځکه نو، دواړه هېوادونه کله هم ملګري يا دوست هېوادونه نه شي جوړېدای.
XS
SM
MD
LG