د لاسرسي ځای

تازه خبر

مزاکراتي کمېټۍ له وسله والو طالبانو سره لیده کاته کړي دي


د طالبانو او حکومت د مذاکراتي کمېټۍ غړي (پخوانی عکس)
د طالبانو او حکومت د مذاکراتي کمېټۍ غړي (پخوانی عکس)
د تحریک طالبان پاکستان له خوا له پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو لپاره د ټاکل شوې کميټۍ غړي په مرانشاه کې له وسله والو طالبانو سره تر مقلات وروسته بیرته روان شوي دي.

د وسله والو طالبانو له خوا د ټاکل شوې مذاکراتي کمېټۍ غړو له حکومتي کميټۍ سره تر خبرو اترو وروسته شمالي وزيرستان دا سفر کړی دی.

د پاکستان استخباراتو یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په ظر مشال راډیو ته وویل چې د مذاکراتي کمېټۍ غړو له وسله والو طالبانو سره د هغوی پر درو شرطونو خبرې کړې دي.

د استخباراتي چارواکي په وینا په دې درو شرطونو کې له قبایلي سیمو د پوځ اېستل ، د بندي طالبانو خوشي کول او د شریعت په چوکاټ کې د خبرو اترو کول شامل دي.

تر دې وړاندې د شمالي وزېرستان یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وويل چې پرون ماښام يې پروفیسر ابراهیم او مولانا یوسف شاه له بنو څخه ميران شاه ته په هيلي کاپټر کې رسولي وو.

دوه ورځې وړاندې د د پاکستاني طالبانو له خوا د مذاکراتو لپاره ټاکل شوې کميټېۍ يو استازي مولانا عبدالعزيز په يو خبرې کنفرانس کې وویل چې تحریک طالبان د پاکستان آيين نه مني او خبرې د شرعي قانون له مخې کول غواړي.

د مولانا عبدالعزیز دا څرګندونې تر هغه وروسته وې چې د مذاکراتو لپاره حکومتي کمېټۍ وویل چې هر ډول خبرې به د پاکستان د آیین یا اساسي قانون په چوکاټ کې دننه کېږي.
XS
SM
MD
LG