نن د فبرورۍ پر اوومه نېټه د نامتو پښتون سياسي مبارز او د پښتو ژبې د ځلانده شاعر او ليکوال اجمل خټک څلورم تلين لمانځل کيږي. نوموړی پوره څلور کاله وړاندې په همدې ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې او په اکوړه خټک کې په خپله پلرنۍ هديره خاورو ته وسپارل شو.
ارواښاد خټک په خپل ۸۵ کلن ژوند کې د پښتون سياست، ملتپالنې او شعر او ادب په ډګر کې د پام وړ مبارزه وکړه. د نوموړي د ژوند او مبارزې په اړه مشال راډيو د يو ژوندي بحث تابيا کړې وه چې احمد شاه اعظمي وړاندې کړی.
د دې بحث مېلمانه د ارواښاد اجمل خټک زوی اېمل خټک، د پښتو اکاډمۍ پېښور مشره پروفېسر ډاکټر سلما شاهين او ليکوال او څېړونکی صادق ژړک وو.
بحث لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
نښلول
شریک کړئ
د ځانګړي بحث غږ
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:26:42
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.