د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې وژل شوي د کورمې وګړي خاورو ته و سپارل شول


پېښور کې د شییعه ګانو له جومات سره د شوې چاودنې تصویر.
پېښور کې د شییعه ګانو له جومات سره د شوې چاودنې تصویر.

د پېښور ځانمرګي برید کې ۹ کسان مړه او ۵۰ نور ژوبل ول چې ډېری یې د کورمې ایجنسۍ اوسیدونکي وو.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د سېشنبې پر ورځ د شییعه ګانو جومات مخې ته د ځانمرګي برید له امله مړه شوي کسان په خپلو پلرنو هدیرو کې خاورو ته وسپارل شول.


په هاغه پیښه کې ۹ کسان مړه او ۵۰ نور ژوبل ول چې ډېری یې د کورمې ایجنسۍ اوسیدونکي وو.

په پاړه چنار کې د شییعه ګانو تنظیم انجمن حسینیه یوه غړي حاجی وزیر علي مشال ریډیو ته وايي چې د ۷ مړو جنازې په مرکزې امام بارګاه کې له کېدو وروسته خپلو خپلوانو ترلاسه کړې.

نوموړی زیاته کړه چې حکومت دې زر تر زره د برید له امله متاثره کورنېو لپاره د معاوضې اعلان وکړي:

"زما خپله په کې دوه خپلوان ووژل شول. موږ ټول یو خلک یو او یو درد لرو. په ښه توګه دې زموږ د زخمیانو علاج وشي او چې کوم مړي شوي دي د هغوی کورنیو ته دې ژر تر ژره مغاوضه ورکړل شي. معاوضه داسې نه چې یو لک او یا درې لکه روپۍ، بلکې د پنجاب خلکو په شان چې هلته کې ۵ لکه روپۍ ورکول کیږی."

واضحه دې وی چې دغه برید د قصه خوانۍ بازار په کوچه رسالدار کې د علمدار امام باړې سره نیزدې په پاک هوټل کې شوې وه.

په دغه هوټل کې اکثره د کورمې اېجنسی سره تعلق لرونکي شییعه ګان پاتې کیږي.

تر دې پېښې وړاندې هم په ۲۰۰۸ م کال د ډیسېمبر میاشت کې د دغه هوټل مخې ته بمي چاودنه شوې وه چې په کې یو شمیر کسان مړه او ژوبل شوي ول.

د پاړه چنار سیمې ملک حاجي روف حسن وايي چې اسلام د بې ګناه خلکو د وژنې هېڅ اجازه نه ورکوي.

نوموړی په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې حکومت دوی ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه شوی دی:

"د خیبر پښتونخوا حکومت زموږ خلکو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه شوی دی. پر چرچ، مندر، امام باړو او په جماعتونو باندې بریدونه کیږي او خاص کار بیا شییعه ګان په نښه کیږی. په مذمتي بیانونو او په ایف ای ار درجولو نه کیږي، پکار ده چې حکومت د دوی د حفاظت لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي"

د کورمې اېجنسۍ نه ټاکل شوې د قامي اسمبلۍ غړي ساجد حسین توري مشال ریډیو ته وویل چې دغه ډېره د افسوس خبره ده چې یو خوا په ملک کې د امن مذاکرات روان دي او بل خوا بې ګناه خلک په نښه کیږي.

"موږ باقاعده د ګورنر په ذریعه له خیبر پښتونخوا حکومت سره پر دې خبرې شوي دي چې کومې د مرستې پیسې دي نو هغه دې د فاټا سیکریټرېټ له لارې په پاړه چنار کې متاثره خاندانونو ته ورکړي ځکه چې په دې سره دوی ته دغه پیسې زر میلاو شي. په دغه خبره موږ لګیا یو چې څنګه پنجاب او د خیبر پښتونخوا خلکو سره مرسته کیږی نو همدغه شان دوی سره هم مرسته وشي. څومره زر چې کیږي نو موږ د دوی مرسته کوو"

ساجد حسین توری دا هم وویل چې د خیبر پښتونخوا ګورنر ده ته ډاډ ورکړی دی چې د کورمې خلکو تحفظ به په هر حال کې یقیني کوي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG