د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو کمپاین

په ځینو واټونو او د کاندیدانو د کمپاین غونډو ته نږدې، امنیتي ځواکونه هم تر سترګو کیږي چې خلک او موتړ څاري.ځیني خلک وایي، هغو کاندیدانو ته باید رايي ورکړل شي چې خلکو ته وفادار اوسي.له شاوخوا پنځو کلونو وروسته کابل ښار یو ځل بیا د جمهوري ریاست د کاندیدانو د کمپاینونو کوربه دی.که څه هم د یکشنبې په ورځ په دې ښارکې هوا باراني ده خو د ښار په واټونو، د سړکونو پر څنډو، ونو، د برښنا پر ستنو او ان د خلکو د کورونو پر دیوالونو، د کاندیدانو او د هغو د مرستیالانو لوی لوی عکسونه او شعارونه نصب او لا نصبیږي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG