د پاکستاني حکومت او پاکستانیو طالبانو د ټاکل شویو پلاویو د استازو ترمنځ نن د نهې پر ورځ کېدونکې خبرې وځنډېدلې چې په ترڅ کې به یې د سولې ممکنه مذاکرات پر مخ بیول وو.
د راپورونو له مخې ټاکل شوې غونډه د حکومت له لوري وځنډول شوه.
د تحریک طالبان پاکستان استازي مولانا سمیع الحق وویل، له دې ځنډېدو ښکاري چې حکومت د خبرو اترو په باب سنجیده نه دی.
غونډه په دې نیت رابلل شوې وه چې تر مذاکراتو وړاندې واردمخه خبرې اترې سره وکړل شي، چې په پاکستان کې د طالبانو له لوري په ۲۰۰۷م کال پېل شوي تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښول شي.
تېره اونۍ د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د هغه ګنګوسو په منځ کې د خبرو ملاتړ کړی وو، چې د طالبانو پر وړاندې کېدای شي پوځي عملیات وشي.
په جنورۍ میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان له لوري په ترسره شویو بریدونو کې تر سل زیات کسان ووژل شوي دي.
مخکینی راپور
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د جمعیت العماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن پر داسې مهال د طالبانو د پلاوي له برخې جوړېدو پر شا شوي چې نن د سېشنبې پر ورځ د پاکستاني حکومت له لوري له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره د خبرو اترو لومړۍ غونډه کېدونکې ده.
له مشال راډيو سره په خبرو کې د پاکستاني پلاوي یوه استازي او خبریال رحیم الله یوسفزي وویل، دوی په لومړی هڅه کوي چې د خبرو اترو لپاره یو سازګار ماحول جوړ کړي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره په لومړي ګام کې د دواړو خواو تر منځ اوربند رامنځ ته کول دي.
له رحیم الله یوسفزي سره د مشال راډیو خبریال بشیر ګواښ مرکه کړې.
د پاکستاني مذاکراتي کمېټۍ همغاړی کوونکی عرفان صدیقي او د طالبانو له لوري د ټاکل پلوي یوه غړي مولانا عبدالعزیز رسنیو ته وویل چې د راتلونکې تګلارې ټاکلو لپاره نن د سېشنبې ورځ پر دوو بجو د دواړو پلاویو یوه غونډه کېدونکې ده.
که څه هم د خبرو اترو بهیر مهم پړاو ته په ننوتو دی، خو د پاکستان دوو مهمو ګوندونو چې یو د ترهګرۍ ځپلې صوبې د خېبر پښتونخوا واکمن تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او بل هغه هم د دغه صوبې یو مهم مذهبي ګوند جمعیت العماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن دی له مذاکراتي بهیره د وتلو اعلان وکړ.
د تحریک انصاف چارواکي وايي، چې د دوی مشر عمران خان به څنګه د تحریک طالبان پاکستان د پلاوي برخه جوړېږي، د دوی په خبره عمران خان خپل سیاسي ګوند او خپله سیاسي فلسفه لري. او که تحریک طالبان پاکستان خپله نمایندګي غواړي نو بیا دې خپل استازي وټاکي.
د سیاسي چارو شنونکی قرېش خټک وايي، چې مولانا فضل الرحمن او عمران خان سیاسي پختګي وښودله چې له دغه مذاکراتي بهیر پر شا شول.
د مشال راډيو خبریال سراج ظهیر سره د قرېش خټک څرګندونې دلته واورئ
د پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف له لوري له طالبانو سره د خبرو لپاره د عرفان صدیقي، رحیم الله یوسفزي، مېجر عامر او رستم شاه مومند په مشري کې یو پلاوی وټاکل شو چې په ځواب کې تحریک طالبان پاکستان بیا د مولانا سمیع الحق (د جمعیت العماء اسلام س ډلې مشر)، مولانا عبدالعزیز (د سره جومات خطیب)، پروفېسر ابراهیم (د جماعت اسلامي یو مرکزي مشر) د تحریک انصاف مشر عمران خان، او د جمعیت اعلماء اسلام ف ډلې د مولانا کفایت الله نومونه د خپل پلاوي د استازي په توګه وټاکل. خو عمران خان او مولانا فضل الرحمن په دې مذاکراتي بهیر کې له برخې اخیستو انکار وکړ.