د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومت او طالبانو مذاکراتي ډلې دامن د راوستلو لپاره مخ په مخ


په پاکستان کې په عمومي توګه او ددغه هيواد په پښتون ميشتو سيمو کې په خصوصي توګه د تيرو څو کلونو نه روان مرګوني بهير ته د پای د ټکي د ایښودو په موخه، تيره اونۍ موجوده حکومت وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو د لارې د امن د راوستو لپاره د مذاکراتي ډلې د غړيو نومونه اعلان کړل .

ددې په ځواب کی ، وسله والو طالبانو هم د خپلي نمایندګۍ لپار ه د مولاناسميع الحق، د لال مسجد د پخواني خطيب مولوي عبدالعزیز ، د جماعت اسلامي دپروفیسر ابراهيم ، د تحریک انصاف د مشر عمران خان، او د جمیعت علما اسلام ف ډلي د مولوي کفا يت الله د نومونو اعلان وکړو.

خو پوښتنه دا ده چې وسله والو ولې د خپلو صفونو نه نه بلکه د پاکستان د مذهبي ګوندونو او خپلو سیاسي خواخوږو نومونه غوره کړل ؟ په لاهور کې دسیاسي چاروشنونکي پروفيسر حسن عسکري ددې پوښتنې په ځواب کي مشال راډیو ته وویل :

(( د کومو کسانو نومونه چي طالبانو غوره کړي دي ، هغوی په یو نا يو شکل کې د طا لبانو خوا خوږي او د هغوی نظریاتي ملګری دي . دغه سیاسي او مذهبي مشران که څه هم د پاکستان د سیاسي بهیر ملګري دي ، خو د طالبانو په څیر د نظام غوښتونکي هم دي. ددغو سیاسي او مذهبي مشرانو یقین په نظریه جمهوریت نشته بلکه دوی غواړي چې پاکستان کې جمهوریت د طالبانو او یا د اسلامی نظام راوستو لپاره وکاروي .))

خو د طالبانو لخوا د نومول شوي پروفيسر ابراهيم د مشال راډیو ددې پوښتنې په ځواب کې چې د وسله والو یوه غوښتنه خو ټولې نړی ته مالومه ده چی هغوی په پاکستان کی عملی جمهوري نظام کفر ګڼي او د خپلې خوښې شرعي نظام غواړي، آیا دغه غوښتنه به دوی حکومت ته وړاندې کوي، نو ښاغلي ابراهيم په ځواب کې وویل چي دوی به حکومت ته یوازې د طالبانو معقولې غوښتنې وړاندې کوي. خو نوموړی وايي تر دې مهاله د طالبانو لخوا د ټاکل شوي مذاکراتي ډلې ترمنځ هیڅ ډول رابطه نه ده شوې.


خو په اسلام اباد کې د لال مسجد پخوانی خطیب مولانا عبدالعزیز بیا مشال راډیو ته وویل چې پاکستان کې باید د قران او د سنت د تعلیماتو په رڼا کې نظام عملي شي.

(( مونږ د طالبانو نه بلکه د قران او د سنت نظام غواړو ، دا زمونږ پخوانی دریځ دی چې پاکستان کې دې په رښتوني مانا اسلامي نظام نافذ شي. د پاکستان د جوړیدو مقصد هم دا و چې دلته به اسلامي نظام عملي کیږي. طالبانو د اسلامي نظام غوښتنه اوس کړېده ، خو د لال مسجد خطیبانو او نورو مذهبي ګوندونو له ډیر پخوا نه د اسلامي او شرعي نظام غوښتنه له حکومت نه کړې ده. ))

د سیاسي چارو شنونکی پروفیسر حسن عسکري وايي که له مذاکراتو موخه د مرګونو د بهیر مخنیوی کول وي، نو بیا خو به دغه هڅې کامیابې شي، خو که سیاسي ګوندونه او د واکمنو ادارو ترې موخه د نورو مقصدونو لاس ته راوړل وي نو بیا دا هرڅه هسې د خوب لیدل دي.

XS
SM
MD
LG