د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوابۍ: له پولیسو سره په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي دي


د خیبر پښتونخوا نقشه
د خیبر پښتونخوا نقشه
پېښور: د خيبر پښتونخوا د صوابۍ د پرمولو تاڼې په حدودو کې د پوليسو او وسله والو ترمنځ په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي دي .

د صوابۍ د پرمولو تاڼې مشر حاجي محمد نن مشال راډيو ته وويل چې دا پېښه تيره شپه هغه وخت وشوه چې دوی د يادې تاڼې په خانپور غر سيمه کې د لټون عمليات پيل کړل او وسله والو پرې ډزې وکړې.

حاجي محمد وویل چې د وسله والو له ډزو سره سم د پولیسو او هغوی تر منځ نښته پیل شوه او یو ساعت یې دوام درلود.

چې کله ايس ايچ او حاجي محمد له مشال راډیو سره خبرې کولې نو تر هغه وخته د ده په وینا د وژل شوو وسله والو پېژندګلوي نه وه شوې. په خبره تر دې وخته پورې د وژل شوو وسله والو شناخت نه دی شوی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG