د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان په افغانستان کې له لاسوهنې نه دري"


د افغانستان د ملي امنیت د شورا رییس رنګین دادفر سپنتا
د افغانستان د ملي امنیت د شورا رییس رنګین دادفر سپنتا

ښاغلي سپنتا د سرتاج عزیز د څرګندونو په اړه همدا راز وویل، له دې ښکاري چې پاکستان په راتلونکې کې هم د افغانستان په چارو کې د لاس وهنې نیت لري

د افغانستان د ملي امنیت د شورا رییس رنګین دادفر سپنتا وايي، د افغانستان د سولې په اړه د پاکستانیو چارواکو له وروستیو څرګندونو ښکاري چې پاکستان غواړي په افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي.


د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې؛ طالبان د حامد کرزي له حکومت سره خبرې کول نه غواړي او ښايي له انتخاباتو وروسته له نوي حکومت سره خبرې وکړي.

ښاغلي سپنتا نن په یوه خبري کنفرانس کې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ هم انتقاد وکړ او ویې ویل هم د جرم عامل او هم یې قرباني خپل ستراتیژیک ملګری بولي.
د نوموړي اشاره پاکستان او افغانستان ته وه.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا رییس رنګين دادفر سپنتا وايي، د دې هېواد د سولې د پروسې په اړه د پاکستان د یوه جګ پوړي چارواکي څرګندونې دا ثابتوي چې په افغانستان کې سوله او جنګ د پاکستان په لاس کې ده.

د ملي امنیت په چارو کې د پاکستان د صدارعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي، چې طالبان د حامد کرزي له حکومت سره خبرې کول نه غواړي او ښايي له انتخاباتو وروسته له نوي حکومت سره خبرې وکړي.

خو ښاغلي سپنتا د سرتاج عزیز د څرګندونو په اړه همدا راز وویل، له دې ښکاري چې پاکستان په راتلونکې کې هم د افغانستان په چارو کې د لاس وهنې نیت لري:

"د افغانستان له انتخاباتو وروسته د سولې د مذاکراتو د ځنډولو بهانه یوځلي بیا دا ښيي چې پاکستان غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې داسې لاس وهنې ته دوام ورکړي چې په تیرو درېیو لسیزو کې یې کړي دي، خصوصً د تیرو دولسو کلونو کارونو ته دوام ورکړي، لکه د انتحاري د لیږلو سیاست، د سولې او ثبات ګډوډول او د افغانستان د بچیانو وژل."

سرتاج عزیزله انتخاباتو وروسته په افغانستان کې له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو د ځنډولو خبره په واشنګټن کې وکړه.

نوموړې له امریکايي چارواکو سره د ستراتیژیکو همکاریو په اړه د مذاکراتو لپاره هلته تللی و.

ښاغلي سپنتا وویل، له پاکستانه غواړي هغه کسان چې یرغمل یې نیولي او د افغانستان پرضد یې استعمالوي، د سولې خبرو ته کښینوي.

د هغه اشاره طالبانو ته وه.

نوموړي د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ هم انتقاد وکړ او ویې ویل، هم د جرم عامل او هم یې قرباني چې اشاره یې پاکستان او افغانستان ته وه، خپل ستراتیژیک ملګري بولي:

"د امریکا متحده ایالات په دې لټه کې دی چې نړېوالو او افغانانو ته ووايي، چې هم له یوه ستراتیژیک دوست او همکار دی.

افغانستان د کلونو راهیسي د خپلو جنوبي او ختیځو پولو له اړخه له یوه منظم تیري سره مخ دی، هره ورځ پرې حملې کیږي، پولي مو تر راکټي حملو لاندې راځي.

د ستراتیژیکې همکارۍ او دوستۍ یو شرط دا دی چې د دې دواړو ترمنځ یو انتخاب شي، د جرم د عامل او د جرم د قرباني ترمنځ یو انتخاب شي."

ښاغلي سپنتا وویل، چې په داسې شرایطو کې به له لویو قدرتونو سره د افغانستان ستراتیژيکې همکاري تر پوښتنې لاندې راشي.

خو له دې انتقاد سره سره نوموړي وویل، د افغانستان او امریکا له خوا هڅې روانې دي چې په خپلو کې د امنیتي تړون پر سر راپورته شوې ستونزه هواره شي.

نوموړي وویل، په دې اړه خوشبینه دی، چې دا تړون به د افغانستان د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې او یا هم وروسته لاسلیک کیږي.

خو ښاغلي سپنتا وویل د افغانستان د جمهور رییس له خوا په دې اړه وړاندې شوی شرط پر خپل ځای دی او هغه دا چې ددې تړون له لاسلیک کیدو مخکې دې د سولې پروسه عملاً پیل شي.
XS
SM
MD
LG